تاریخ او شخصیتونه

د جوش زمانه؛ او پکې څو خاموش او ایمان پالونکي ستانه!

استاد محمد زمان مزمل

د شعارونو او جذابو ویناو مقناطیس او کشش ډیر کم عمر درلود او په پېښور کې یې لس کلن دوران په ابتذال ودرید.

رښتیاهم پښتانه وایې د دروغو مزل لنډ وي.

موږ پرون فکر کاوه چې د خپل په معجزه بدل شوي مقاومت په حاشیه کې به فلسطین او بلا نور اسلامي مسایل او قضایاوې حل کړو او په نړۍ کې به د یو لوی تحول د خیز تخته شو ،ولې حالاتو هومره پر شا او نسکور روان کړو چې زموږ د انحراف لپاره بلا بهرنیان په افغانستان را ووریدل او همدا د پرون معجزه اصلاحګران د هغوی کوربانه شول سیاست کله همدغسې ټیټه جادو لري.

زموږ په پروني افغانستان کې څه خاموش ستانه افغانان وه چې بلا کلونه تېر شول د هغوی سره د دوستۍ جاذبه او هغوی ته د ارادت مقناطیس هماغسې فعال پاتې دی.
په هغوی کې یې چې زه ډیر ترې متاثر وم د لوی او مجاهد پیر میاګل جان اغا صاحب مشر زوی حاجي اغا صاحب وه.

د یوې متبادلې مینې په دهلیز کې مو اوږده زمانه سره تېره کړه ولې په هغه لوی سفر کې چې د استاد سیاف په مشرۍ او د حاجي صیب دین محمد او مولوي صدیقي په ملګرۍ مو د بحرین د منامې نه د مکې د بطحا او طایف پورې درلود دغه لوی ستانه انسان پخپلو اجتماعي اخلاقو او خپل رب ته د عبادت او یاد په درانه مثال کې زه د یوې خوا مات او د بلې خوا یې زه ددغه عابد انسان سره په یو صوفیانه ارادت کې پیوند کړم
زه په اوږده سفر کې له هغه سره ملګری وم ولې دومره سهارونه او ماښامونه مو سره امتحان کړل چې د حاجي اغا صاحب د شخصیت مثال مې دا اوس هم د احترام جذبه ژوندۍ ساتي ،خدای دې ترې راضي شي یاد دې تل وي.

دویم ستانه شخصیت د قدرمن محب الله صاحبزاده صاحب د نقیب الله مشر ورور وه چې د ده سبز د بازوخیلو کلي په لوی جومات کې امام او خطیب وه دغه دروند صاحبزاده صاحب پخپله ایماندارۍ او اخلاقو کې هومره غوړیدلی او ارام انسان وه چې په اوږد څلویښت کلن دوران کې یې له هغه نه د هغه پیژندونکو او ارادتمندانو هاغسې یو تأثر اخست چې انسان یې د مٌلا او ستانه سره په رښتیا پیوندوه.

میاشتې کلونه به تېر شول په راشه درشه او تعامل کې هومره سلیم مهربان او پالونکی وه چې د لیرې یې سړی په لیدو خوشحالیده موږ له هغه سره اوږده زمانه په رابطه کې وو ولې هغه مو د ځان او نورو لپاره د یو ناصح امین په توګه هغسې تجربه کړ چې نن پنځوس کاله بعد هم ددغه لوی انسان یاد او خاطره زموږ په ارواح کې ریښې لري.

دریمه څټه پکې په خټکو پله کې د مزینې سید عبدالقیوم پاچا صاحب وه.

زه چې په پېښور کې زیات مصروف او په سفرو کې وم د اقامت په مهال مې غالبً دغه درانه فقیر عابد ته په هفته کې او که نه په میاشت کې دوه کرته حاضري ورکوله ،کیدای شي زما په شان ډیر نور مهاجرین هم ددغه ستانه فقیرانه دربار ته تکرار تللي او راغلي وي، ولې زه پکې هغه څوک وم چې د سیاسي بلا مصروفیتونو باوجود پاچا صاحب د دیانت او روحانیت جاذبې ددغه سټاپ او د هغه د جومات او دیرې پورې پیوند ساتلی وم.

په اخرو وختونو کې مې هڅه کوله چې دغه صوفیانه ارتباط په یو صوفیانه چوکاټ کې تنظیم کړم ولې وخت او تقدیر پاچا صاحب له مونږ واخست او اوس هم چې بلا کلونه تېر شول د قدرمن پاچا صاحب عابدَ سیما مې په سترګو کې غړیږي او نه پوهیږم چې ددې ارادت او مینې محرکات په څه ډول زما او د هغه رابطه نسیان ته نه پریږدي.

د جهاد کلونه د جوش کلونه وه ولې زموږ پکې دغه درې یاد شوي ستانه شخصیتونه، حاحي اغا صاحب ، محب الله صاحبزاده صاحب او سید عبدالقیوم پاچا صاحب پکې هغه خاموش ستانه وو چې له مجاهدینو سره یې خپله د مجاهدینو نه زیاته مینه درلودله.

زه ددغو ستانوو کورنیو، زامنو او متعلقینو ته دعا کوم چې دغه د خدای په مینه مستو کورنیو بازمندګان همداسې ترو تازه ولري.

امین.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close