نړۍ

پاکستان: ایم کیو ایم له واکمن حکومت نه بیل شو

farooq_satar_mqmپه پاکستان کې د پیپلز ګوند په مشری د اتحادي حکومت یو ملګری ګوند متحده قومي مومنټ په کشمیر کي د انتخاباتو پر لاندجې باندي له حکومته د بېلېدو اعلان وکړ.

دا دویم ځل دی چې ایم کیو ایم حکومت پریښی دی، تر دې مخکې دې ګوند د روان کال په جنوري میاشت کې حکومت پرېښود او بیا د یوې اوونۍ دننه یې بیرته

د حکومت سره روغه جوړه وکړه، او د حکومت برخه شو.

د ایم کیو ایم یوه مرکزي مشر فاروق ستار تېر ماښام د خبري غونډې پر مهال وویل دا ځل به د دوی د ګوند لخوا د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد هم له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي.

تر دې ورسته عشرت العباد هم استعفا ورکړې ده، او پر دې سربیره ګواښ يې کړی چي په مرکز او سیند صوبه کې ټول به همد ددغه ګوند ټول وزیران استعفا ورکړي.

هغه وویل پیپلز ګوند څو ځلې له موږ سره کړې ژمنې او وعدې ماتې کړي دي او نور ګمان نه کوي چي له دغه ګوند سره به په حکومت کي ګډون وکړي.
سلمیان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x