افغانستان

طالبان: په دفاعي حالت کې یو، یوازې مو د عسکرو د عملیاتو او پرمختګ مخه نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې حکومت ادعا کوي، طالبانو یې په وړاندې جګړه سخته کړې او هره اوونۍ يې سلګونه عسکر وژني، طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» دا ډول څرګندونې ردوي، او اور ته د پوکي په معنی یې بولي.

مجاهد تېره شپه له شمشاد تلویزون سره د مرکې په مهال وویل، چې ددوی جنګیالیو بشپړ دفاعي حالت غوره کړی او یوازې د عسکرو د تهاجمي بریدونو، پراخو عملیاتو او د سیمو د لاندې کولو مخه یې نیولې.

مجاهد زیاته کړې، چې د جګړې په دې موسم کې به دوی تر دې وړاندې سل سلنه عملیات درلودل، خو اوس دا کچه څلوېښت ته راټيته شوې او هغه هم له دې امله چې حکومت په دوی باندې بریدونه کوي، د سیمو د نیولو هڅې کوي او پراخ عملیات یې په وړاندې پلانوي، چې له امله یې دوی مجبورېږي، خپله دفاع وکړي.

مجاهد ددې تر څنګ هغه راپورونه رد کړل، چې د حکومت له لوري د جګړې ګراف لوړ پکې ښودل شوی وو.

د نوموړي له قوله، د حکومت دننه یوه «خبیثه» حلقه خپلې ګټې د جګړې په دوام کې نغښتې ویني او د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه ایجادوي «له کله چې اشغال راغلی او جګړه پیل شوې، ددوی ګټې هم ورسره پیل شوې، اوس که اشغال ځي او جګړه ختمېږي، نو ددوی اقتصادي سرچینې وچېږي.»

د مجاهد په خبره، دوی د بین الافغاني مذاکراتو چټک پیل ته هیلمن دی او په دې تمه دي، چې د بندیانو پروسه ژر تر ژره بشپړ شي.

نوموړي د خبریال د هغه پوښتنې په جواب کې چې ایا په افغانستان کې د داعش هستې شتون لري که نه؟ وویل، چې ددوی جنګیالیو په افغانستان کې د داعش ټغر ورټول کړی، په افغانستان کې هغوی هيڅ پوسته او ځای نه لري او اوس چې کوم بریدونه د هغوی تر نامه لاندې طراحي کېږي، دا «د ملي امنیت  په میلمستونونو کې د دېره داعشیانو کار دی.»

د مجاهد دا څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت بیا ادعا کوي، طالبانو د جګړې شدت زیات کړی او هره اوونۍ لسګونه ملکي وګړو او دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

او طالبان چی د څړکونو په سر ولاړ وی او موټری باندی ډزی او فیرونه کوی ###

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close