
وردګو کې عسکرو بشپړه پوسته له وسلو او مهماتو سره یو ځای طالبانو ته سپارلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): له طالبانو سره د دولتي عسکرو او کارمندانو د یو ځای کېدو د لړۍ په دوام تازه په وردګو ولایت کې دولتي عسکرو بشپړه پوسته طالبانو ته تسلیم کړې.
طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي « تیره شپه د میدان وردګو ولایت مرکز اړوند ده افغانانو سیمه کې د دښمن ۸ تنه عسکر له مجاهدینو سره یوځای شول او خپله پوسته یې له ۱۵ میله سپکو او درنو وسلو او ټولو تجهیزاتو سره مجاهدینو ته وسپارله.»
د مجاهد په خبره، مسئولینو د تازه راغلیو کسانو هرکلی کړی.
یاده دې وي، چې په دې وروسیتو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک او د طالبانو د مشر له لوري د عامې بښنې له اعلان وروسته د دولت له لیکو څخه تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.
هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان طالبانو ته له وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای تسلیمېږي، د هغوی له لوري يې هرکلی کېږي او د خوندیتوب ضمانت یې کېږي.
همدا تېره اوونۍ د لسګونه دولتي عسکرو، قوماندانانو او کارمندانو تر څنګ د زابل د ولایتي شورا فعال غړی هم طالبانو ته تسلیم شوی و.