روغتیا

کرونا د انسان پر بدن نور څه اغیز کوي؟ پوهان یې ځواب وایي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ساري ناروغیو ډاکټران او کارپوهان وایي چې ساینسپوهان لا هم د کرونا ویروس له کبله انسان ته د پېښيدونکو روغتیایي ستونزو په لټه کې دي، چې ځينې یې ممکن د زیان لامل شي، په ناروغانو کې پاتې کیږي او له همدې کبله یې روغتیایي سیستم د راتلونکو څو کلونو لپاره زیانمن شي.

د تنفسي ستونزو سربېره کوم چې هوا سږو ته په رسولو کې ستونزمنه ګرځوي، کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) د بدن نورو سیستمونو باندې هم برید کوي چې کله ناکله سخت زیانمن ثابتیږي.

د زړه ډاکټر او په کلیفورنیا کې د سکریپس څیړنیز طبي مرکز مشر «اریک توبول» وایي، «موږ فکر کاوه دا مازي یو ویروس دی، خو زه دا څرګندوم چې دا پانقراص ته لار مومي او زړه په نښه کوي، همدا راز ځیګر، مغز، پښتورګي او نور ارګانونه هم تعقیبوي، دا هر څه په پېل کې زموږ اټکل نه و».

د ساه لنډۍ سربېره د کوویډ-۱۹ ناروغان ممکن د وینې غوټه کېدو سره مخ شي، کوم چې د دماغي سکتې (فالج) او د سختو انتانونو پېل دی چې د بدن پر ډیرو برخو برید کولی شي.

کرونا ویروس د عصبي پیچلتیاو لامل هم کیدی شي، چې د سر درد، چکر راتلل یا سر تاویدل، د خوند او بوی حس له لاسه ورکول، قبضیت، اختلال او ګډوډي په کې شامل دي.

دغه راز د انسان بیا رغونه یا د دفاعي قوت بیرته ځای ته راتللو عمل یې سوکه، نامکمل او ګران کیږي، او ورسره د ژوند کیفیت باندې لوی تاثیرات پریوځي.

په شیکاګو کې د (شمال لویدیځ) په درملتون کې د زړه ناروغۍ متخصصه سعدیه خان وایي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ډیرې نښې نښانې ځانګړې او تر یوې اندازې بدلې دي.

هغه زیاتوي، د حیرانتیا خبره ده چې د کرونا ویروس د سږو ستونزو او د ساه لنډۍ پرته په پراخه کچه د اختلاطاتو پيچلتیاوې هم لري.

ډاکټره سعدیه خان له کرونا وبا تېرولو وروسته د ژوند په اړه وایي، زه باوري یم هغه کسان چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ وروسته ژوند کوي دوی ته به روغتیا د پاملرنې په برخه کې یو دروند قیمت او دروند بار وي.

هغه ناروغان چې تر ژورې پاملرنې (آی سي یو) لاندې وو او د مصنوعي تنفس آلات یې تر څو اونیو استعمال کړي وي، ددوی روغتیایي وضعیت عادي حالت ته راګرځېدل یوه اندازه وخت ونیسي. خو که چیرې د انسان عمر زیات وي عادي حالت ته یې راګرځېدل ستونزمن او یا ممکن بیرته پخواني حالت ته راونه ګرځي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو څيړنیز مرکز او د ناروغۍ د کنترول او مخنیوي مرستیال «جی بټلر» وایي چې د ناروغۍ د اوږدمهاله اغیزې پوهېدو لپاره څيړنې روانې دي، «موږ اوس هم داسې خبرونه ترلاسه کوو چې ډيری خلک د ساه لنډۍ او دوامداره ستړیا سره مخ دي خو چې دا به څومره وخت دوام کوي؟ دا اټکل کول به ستونزمن وي».

د اکسفورډ پوهنتون لخوا د سه شنبې په ورځ د بریتانیا په یوه طبي ژورنال کې خپور شوي ژورنال لیکلي، په عادي ډول د کرونا ناروغۍ نښې د دوه یا درې اونیو په منځ کې ورکیږي، مګر په لسو کې یو ناروغ داسې وي چې نښې یې له دې هم اوږدیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close