افغانستان

هلمند: چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «زمان همدرد» رسنیو ته ویلي، چې پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې شاوخوا د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په مربوطاتو کې وروسته له هغه رامنځته شوې، کله چې د ملکي وګړو یو تونس ډوله موټرد سړک غاړې ماین ته سیخ شوی.

د همدرد په خبره، په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

که څه هم تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی، خو د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د یادې پېښې پړه پر طالبانو اچولې او له هغوی يې غوښتي چې د ماینونو له اېښودلو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x