
ټرمپ افغانستان کې پر امریکايي عسکرو د بریدونو راپور رد کړی، او نیویارک ټایمز یې «دروغجنه رسنۍ» بللې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې نیویارک ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره دعوه وکړه، چې روسيې د امریکایي ځواکونو د ترور لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې؛ د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» یاد راپور رد کړی او نیویارک ټایمز یې یوه درواغجنه رسنۍ بللې.
د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي و، چې روسيې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته جایزې منلې وې او په دې اړه ټرمپ او د هغه مرستیالانو ته خبر هم ورکړل شوی و.
ټرمپ په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې نه دی او نه یې هم لومړی مرستیال د روسیې له لوري د امریکایي عسکرو د وژلو په برخه کې د جایزې په ټاکلو خبر شوي، او درواغجنې رسنۍ «نیویارک ټایمز» یاد راپور د یوې نوم ورکې سرچینې له قوله جوړ کړی.
نوموړي زیاته کړې «هر څوک دا ردوي، په افغانستان کې پر موږ ډېرې حملې نه دي شوي، او نه هم زما تر حکومت زیات له روسيې سره چا سختي کړې.»
ټرمپ په خپل ټویټ کې نیویارک ټایمز پوښتلې، چې ستاسو سرچینه څوک ده؟
…Nobody’s been tougher on Russia than the Trump Administration. With Corrupt Joe Biden & Obama, Russia had a field day, taking over important parts of Ukraine – Where’s Hunter? Probably just another phony Times hit job, just like their failed Russia Hoax. Who is their “source”?
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) June 28, 2020
یاده دې وي، چې د نیویارک ټایمز د راپور تر خپرېدلو وروسته طالبانو هم یاد راپور پروپاګند او د سولې د ملاتړو اذهانو د مغشوشولو هڅه وبلله.
د طالبانو په خبره، دوی د اهدافو په تشخیص کې استخباراتو ته اړتیا نه لري او هغه وسله چې دوی غنیمت کړې یا هغه بمونه چې دوی يې په لاس جوړوي د هدف ګرځولو لپاره کفایت کوي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم یاد راپور ته توند غبرګون وښود او امریکايي استخباراتو ته یې د پيغور په ډول یاده کړه، چې په افغانستان کې له ناکامه شویو استخباراتو تر دې زیاته توقع کېدای نشي.
The bad boy but at least honest and straight forward not like a politician.