افغانستان

د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې له افتاب شېرپاو سره ناسته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمېټې رهبري پلاوي د الحاج ارسلاخان خروټي په مشرۍ د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر او د قومي وطن ګوند له مشر ښاغلي افتاب احمد خان شېرپاو سره د مهاجرینو د ستونزو حل په موخه ځانګړې ناسته وکړه.

دغه ناسته پېښور کې د قومي وطن ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې د الحاج خروټي سربېره د کمېټې يو شمېر نورو مشرانو يې هم ملتيا کوله.

د ناستې په پیل کې ښاغلي الحاج خروټي د افغان مهاجرينو د کمپونو په عمومي مشکلاتو رڼا واچوله، په ځانګړي ډول د کمپونو د ځمکو ستونزه، په بلوچستان کې د ګردي جنګل او د بنو کمپونو ستونزې، د تورخم لارې د بندیدو له امله ډېری مهاجرین په افغانستان کې بند پاتې دي او د دې ترڅنګ د کمپونو نورې ستونزې په لیکلي بڼه ورسره شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي شېرپاو د یاد پلاوي د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د یادو ستونزو په اړه به ترخپلې وسې کوښښ کوي ترڅو یې د حل لارې چارې پیدا شي.

نوموړي وویل، دوی او افغانانو څلوېښت کاله د ورورۍ په فضا کې ژوند کړی، افغان مهاجرين يې خپل مېلمانه بللي او ژمنه يې کړې، چې په ګډه به د افغان مهاجرينو د ستونزو لپاره هلې ځلې کوي.

د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټه له تېرو څلورو کلونو راهيسې پاکستان کې د افغان کډوالو  د ستونزو حل له پاکستاني چارواکو سره په همغږۍ فعاليتونه کوي.

د کمېټې مشر الحاج ارسلا خان خروټي نن ټکی اسيا ته وويل، د دې کمېټې د فعاليتونو دوه اساسي موخې دي، چې يو يې هېواد ته د کډوالو په خپله خوښه ستنېدل او بل يې په پاکستان کې باعزته پاتې کېدل شي.

د الحاج خروټي په وينا د دې موخو لپاره له تېرو څو کلونو راهيسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د افغان کډوالو د کمپونو د ځمکو، حقوقي، ټولنيزو، طبي او ورته نورو مسائلو په اړه ډېر فعاليتونه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې د کډوالو په لسګونو کمپونو کې د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او د افغان سوداګرو په مرسته يې د لکونو روپيو ضد عفوني مواد، دسکشونه او د پوهاوي زرګونه پاڼې او بېنرونه ويشلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx