افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو دوحې، اسلام اباد او تاشکند ته سفر پيل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» د افغانستان له سولې سره د تړلو موضوعاتو د بحث په موخه قطر، پاکستان او ازبکستان ته تازه سفر پیل کړی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې له خلیلزاد سره به په دې سفر کې د «د نړیوالې  مالي پراختیا لپاره د امریکايي شرکت» مشر «ايډام بیوهلر» او د هغه ټیم هم ملګری وي،  او په مهال  به یې په درې واړه ځایونو کې د تاوتریخوالي د کموالي او په خپل وخت د بندیانو  د خوشي کېدو په تړاو د د افغانانو له لوري د شویو ژمنو په پوره کېدو ټينګار وکړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې افغان سوله، اقتصادي وده او سیمه ییز اتصال سره تړلي او همکار موضوعات دي، چې پلاوی به یې په اړه خبرې کوي «یاد پلاوی به د افغان سولې د دوام، د سیمې د ثبات او د افغانستان د اقتصاد له بیارغونې سره سره د مرستندویه واقع کېدلو په موخه د پانګونې شته فرصتونه راوسپړي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د کرونا له امله د راپېښو ننګونو له امله به خلیلزاد او ورسره پلاوی له افغان چارواکو سره د سفر په دوران کې ويډيویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد داسې مهال د سیمې په سفر راوزي، چې د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې د لړۍ له دوام سره په یو وخت د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې راټوکېدلې.

طالبانو ویلي، که چېرې له شوي توافقنامې سره سم ددوی پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close