افغانستان

د عسکرو او پولیسو په لیکو کې بچه بازي؛ کورنیو چارو وزارت وایي،د مخنیوي هڅې یې غښتلې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې کابل حکومت تورن کړ، چې د عسکرو او پولیسو په لیکو کې يې د بچه بازانو له شتون سره، سره د هغوی په وړاندې اقدام نه دی کړی، کورنیو چارو وزارت وایي، ددې کار د مخنیوي هڅې یې غښتلې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي و، چې د کابل حکومت پولیس او عسکر کم عمره کسان په خپلو لیکو کې ګماري، پوستو کې يې ساتي  او بچه بازي ورباندې کوي؛ خو حکومت په دې اړه هيڅ ګام نه اخلي.

د کابل حکومت بهرنیو چارو وزارت یاد ته راپور ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې ددې کار د مخنیوي لپاره یې لا له وړاندې هڅې پیل کړې وې او اوس یې چې د امریکا له لوري خپور شوی راپور لوستی، یادې هڅې یې لا غښتلې کړې.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي « کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګومارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی، چې یاد ریاست د پولیسو په لیکو کې پر فساد، د پولیسو پر چلند او له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو پر ګومارنه جدي څارنه کوي او له مخې یې قانوني اجراآت ترسره کوي.»

خبرپاڼه کې ددې تر څنګ ادعا شوې، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم په بیا، بیا د عسکرو او پولیسو په لیکو کې د بچه بازیو راپورونه رسنیز شوي، خو حکومت یې په اړه خاموشي غوره کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

کله چی په یو هیواد کی لوطی مارشال وی، او یو مفعول (خالد) وزیر دفاع وی، نو سربازان او پرسونل باید بچه بازان وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close