روغتیانړۍ

شپږو میاشتو کې «۱۰» ملیونه وګړي د کرونا وبا ښکار شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د نړیوالې وبا «کرونا» ناروغۍ مثبتو پېښو شمېر په چین کې له راښکاره کېدو شپږ میاشتې وروسته له ۱۰ ملیونو پورته شو، په داسې حال کې چې د قربانیانو شمېر یې له نیم ملیون وګړو څخه زیات شوی دی.

د جان هوپکنز پوهنتون د احصائیې له مخې امریکا لا هم په زیاتو پېښو او قربانیانو کې لومړی مقام لري چې ۲ ملیونه پېښې په کې ثبت شوي او له ۱۲۸زرو زیات کسان په کې مړه شوي دي.

له چین، اروپا او امریکا وروسته اوس برازیل هېواد د کرونا وبا په منګولو کې راګیر دی چې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې نږدې ۳۹زره مثبتې پېښې او ۱۱سوه کسان مړه شوي دي. دغه هېواد کې ټولې مثبتې پېښې یو ملیون او ۳۰۰زره او د قربانیانو شمېر له ۵۷زرو زیات دی.

که څه هم کرونا ویروس په چین کې رامنځته شوی او له اسیایي هېوادونو وروسته په اروپا او امریکا کې زیات خپور شو، د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د چین او نږدې هېوادونو څخه پرته په شمالي او لاتیني امریکا او اروپایي هېوادونو کې یې د مثبتو پېښو سلنه ۷۵ ته رسیږي چې په اسیا او منځني ختیځ کې ۱۱ او ۹ سلنه ده.

د نړۍ په شاوخوا کې ګڼ شمېر هېوادونو چې په کرونا د کنترول دعوه کوي بندیزونه ختم کړي، په کاري او اجتماعي ژوند کې یې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د چین په ګډون په ځینو هېوادونو کې ویروس یو وار بیا سر راپورته کړی دی.

د چین په پلازمینه بیجنګ کې دوه اونۍ وړاندې په یوه ستر بازار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې وموندل شوې چې په چټکۍ سره یې شمېر زیات شو، خو په وینا یې د سختو چټکو بندیزو او د زیاتو معایناتو ترسره کولو سره یې ویروس تر کنترول لاندې کړ.

امریکا کې اوس هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې په چټکۍ سره زیاتیږي چې یوازې د جمعې په ورځ له ۴۵زرو زیاتې پېښې ثبت شوې وې، ددغه هېواد چارواکو له بندیزونو لرې کولو وروسته یو وار بیا په ځینو ایالتونو کې نوي بندیزونه لګولي دي.

بل لوري ته په پاکستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۲۰۰زرو او د قربانیانو شمېر له ۴۰۰۰ پورته شوی دی، په داسې حال کې چې پوهان وایي په دغه هېواد کې هره ورځ په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راځي. ددې سربېره پاکستان کې له کرونا رغیدلي له ۹۲زرو پورته شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې نوې پېښې ۳۵۰ ښودل شوي په داسې حال کې چې ټولې مثبتې پېښې ۳۰زره او د مړو شمېر له ۷سوو پورته شوی دی، خو ډاکټران، پوهان او مبصرین وایي دغه شمېره له ښودل شوو هغو څخه سل چنده لوړه ده.

د یادونې وړ ده چې کرونا وبا د ۲۰۱۹م کال د دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین له ووهان ښار څخه خپور شو چې د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې یې منګولې ښخې کړې، له لس ملیونو زیات کسان یې ونیول، له نیم ملیونو زیات یې مړه کړل خو نږدې ۶۰۰زره ترې بېرته روغ شوي هم دي.

تر دې دمه د نړۍ په کچه پوهان په دې نه دي توانېدلي تر څو ددغې وبا مخنیوي لپاره واکسین یا کوم اغیزمن درمل وړاندې کړي، خو بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان کال تر پایه د کرونا واکسین چمتو کولو په اړه هیڅ تضمین نه شي ورکولی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close