شعـــــرونه

د مور وطن پرې شوي لاس ته/ کاروان

پيرمحمد کاروان

ستا په لاس کې بدرنګي نه وه ښکلا وه
ستا په لاس کې دعاګانې وې رڼا وه

ستا په ګوتو کې یوه کمه سل تسپې وې
تا رڼې په ذکر وېښې تورې شپې وې

ته په خپله غریبۍ کې وې خوشحاله
ته د خپل کور د منګیو وې کولاله

ستا د لاس ګلونه ښکاري پر کودیو
چې د بام د پاسه ډک دي له ببریو

تر منګیو لاندې اېښې جینکیو
تا وې جوړې منجیلې له کشمالیو

دا وږمه نه د ګلاب ، نه د شبو ده
په ګودر کې ستا د لاس خوره خوشبو ده

له چمبې سره خوږه یې په پښتو وه
ترانه د مدینې د جینکو وه

چې راوتې وې دیدن د پیغمبر ته
ستا لمسیانې وې هغو نجونو ته ورته

تر غمونو پس یې نن چمبې تودې وې
همدا نن یې د خوښیو ارادې وې

تا خوږه د تناره ډوډۍ پخه وه
نن دې چاته د واده ډوډۍ پخه وه

تا په لپه کې نېولې آیینې وې
آيينې نه اوبه یخې د چینې وې

څانګې څانګې ثوابونه پرې تازه وو
ماشومان دې ګلابونه پرې تازه وو

ستا خبرې وې خوږې لکه د ګوړې
ستا په لاس وې نن د ناوې څڼې غوړې

خو چې ناڅاپه دا ټکه شوه له کومه
په درنو باندې دا سپکه شوه له کومه

دا لمدې خیشتې په وینو کې وراباڼې
لکه ولګي په تندر کتار زاڼې

دا مومن تندي مات ولې د وراباڼو
دا ویشتلي چا د کوم کافر په کاڼو

د وطن مورې د طور د باغ بلبلې
دا نن تاته کوم شيطان وکړې کنځلې

له زخمي زخمي بدن دې صدقه شم
له زګېرویو د وطن دې صدقه شم

دا په حکم یې د کوم پاچا پرې کړی
د وطن مورکې لاس دې چا پرې کړی

7 – عقرب-1392

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close