افغانستان

بلوچستان پوسټ: کابل حکومت په افغانستان کې مېشت پاکستان ضد طالبانو په وړاندې پراخ عملیات پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): بلوچستان پوسټ ورځپاڼه وایي، افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» له سفر وروسته، د کابل حکومت په پالیسي کې بدلون راغلی او د هغو طالبانو په وړاندې يې پراخ عملیات پیل کړي، چې په افغانستان کې مېشت دي او له پاکستان سره په ټکر کې دي.

ورځپاڼې په کابل کې د خپل خبریال په حواله ویلي، چې د کابل حکومت ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز «اسعد اباد» اړوند «باچا خان» سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان «TTP» د یوه تن قوماندان «حاجي دوبي» پر کور هجوم وروړی، پنځه تنه یې وژلي او درې  نور یې ژوندي نیولي.

د راپور په حواله، څه مودې وړاندې هم عسکرو په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو د یوه کلیدي غړي په ګډون پنځه طالبان وژلي وو.

په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند «ګل محمد بیدار» هم یاد عملیات مني او وایي، په دې وروستیو ورځو کې په «مروره ولسوالۍ» کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل، چې په مهال یې دوه پاکستاني او درې افغاني طالبان ووژل شول او درې پاکستاني طالبان ژوندي ونیول شول.

د بلوچستان پوسټ ورځپاڼې په راپور کې وړاندې راغلي، چې دغه ځنځیري بریدونه وروسته له هغه طرحه کېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» کابل ته ولاړ او هلته یې له حکومت مشر «غني» سره ولیدل.

هغه خبرپاڼه چې کابل ته د باجوه د سفر په مهال د نوموړي او غني تر منځ له لیدنې وروسته د ارګ له لوري خپره شوې وه، په یوه برخه کې یاده شوې وه « په دغه کتنه کې  د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د چارو څارونکي پاکستان مېشتي خبریال «طاهر خان» طلوع نیوز ته ویلي، پاکستان ته د ملي امنیت  د رییس د سفر په مهال پاکستاني نظامي چارواکو له هغه غوښتي وو، چې په افغانستان کې مېشتو پاکستان ضد طالبانو په وړاندې دې عملیات پیل کړي.

یاده دې وي، حکومتي چارواکو که څه هم تر دې دمه د پاکستان ضد وسله والو په وړاندې د پیل شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم حکومت له پاکستان سره په پټو معاملو  او د استخباراتي معلوماتو په تبادلې تورن شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x