دیني، سیرت او تاریخ

د فطرت غوښتنې باید له پامه ونه غورځوو

محمد نبي سلطاني

الله جل جلاله، چي د انسان په شمول هر څه پيدا كړي، لارښووني ئې ورته كړي، چي دنده ئې څه ده او څه به کوي. يوازي یو مخلوق (انسان) داسي دئ، چي د فطري لارښوونو تر څنگ د نورو لارښوونو ته هم اړتيا لري. د انسان د فطري لارښوونو څخه ئې یوه د الله د بندګۍ احساس دئ( ) چي د انسان په خټه اخښل سوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث مفهوم دئ: (هر ماشوم فطرتأ مسلمان زېږول کيږي، خو مور، پلار، ټولنه او چاپېریال ئې د لاري اړوي، کله یهودي، کله نصراني او کله مجوسي ورڅه جوړوي.

د پورتني حدیث څه دا معلومیږي، چي د انسان په فطرت كي الله جل جلاله ډېر لوړ استعدادونه او ستري وړتياوي ايښي دي، چي د ژوند په اوږدو کي ګټه ورڅخه واخلي، خو د هغه دا وړتياوي کله مور، پلار، کورنۍ، ټولنه او… ورڅخه سلب کړي او کله ئې بيا په خپله له منځه یوسي.

اکثره داسي هم کيږي، چي دغه وړتياوي کله په خپله دی (انسان)، کله کورنۍ، ټولنه، مور اوپلار پکښي وروزي.
که انسان دغه د الله تعالی ورکړي استعدادونه په سمه توګه عملي کړي، په لارښوونو ئې عمل وکړي او د ژوند تګلاره ئې وګرځوي، كار ورڅخه واخلي د عظمت او شرافت لوړو څوكو ته بې ورسوي، او كه د رد ځواب وركي، د ځوړ لار غوره کړي، د جهل او وحشت داسي ژوري كندي ته به پرېوځي چي تر هر ګنده به ګنده سي، تر څيرونكي حيوان به بدتره، بې رحمه او وحشي سي، نه به ئې په ظلم او نه به ئې په جهل کي سيال وي.

موږ هم ځيني داسي یو، چي د هغه رحمان خدای چي موږ ئې پیدا کړي یو، چي روزي رارسوي، چي رزق راکوي، چي پالنه مو کوي، چي د خپلي مهربانۍ، لطف او رحمت څه مو برخمن کوي، په وړاندي د رذالت، جهالت، فسق، فساد، سرکښۍ، طغیان، وحشت، بربریت، بې رحمۍ، قساوت، حيوانیت، سپکاوي او… لار خپلوو.( ایمان به الله، ۳۸مخ)

په دې ښه پوهېږو، چي الله جل جلاله د ټولي نړۍ خالق او پیدا کونکی دئ، هم ئې رب هم ئې پالونکی دئ، ټول کائينات د هغه ملک دي او هغه ئې ټولواک دئ، د دې کائيناتو په لوېشت – لوېشت او ګوټ ګوټ کي د ده حکم نافذ دئ، ذره – ذره ئې د حکم تابع ده، هر څه د ده په اراده پیداکيږي او د ده تر مراقبت لاندي وده کوي، کمال ته رسېږي او له مخکي ورته ټاکل سوي خاصي نتيجې ورکوي… د رزق او روزې مالک، د مرګ او ژوند خالق، د عزت او ذلت واکدار دئ…واحد ذات دئ، چي هيڅ شریک او سيال نه لري، بې مثله او بې مثاله دئ، انتهاء او ابتداء نه لري، اول دی او اخر، فناء نه لري هغه ظاهر دئ، داسي چي د کائيناتو هره برخه ئې پر وجود شاهدي ورکوي، باطن دئ، چي د انسان په وهم او فهم کي نه ځاييږي، انسان ئې له درک او ادراک څخه عاجز دئ، تلپاته ژوند لري، ټول شيان ئې پیدا کړي، د دې پراخه عالم اراده او تدبير د ده په لاس کي دئ… چاته ژوند ورکوي، پيداکوي ئې او له چا څخه ژوند اخلي او وژني ئې او بيا ئې بېرته راژوندی کوي، هيڅ پېښه د هغه د ارادې پرته نه تر سره کيږي، ټول کائينات د هغه د قضاء او قدر تابع دي… په هرڅه عالم دئ، ښکاره او پټ، شاهد او غائب ماضي او راتلونکی هرڅه ورته معلوم دي… د هرڅه پالنه، ساتنه او روزنه کوي، هرڅه د ده په تقدیر او اراده سره کيږي، ټول د ده د قضاء او قدر په وړاندي تسلیم دي، اراده ئې په هرکار او هرځای کي حاکمه او نافذه ده، هيڅ شی ئې د ارادې مخه نه سي نيولای، هيڅ حکم نسته چي د ده تر حکم دي پورته وي، د بندګانو اراده د ده د ارادې تابع ده، هرڅه چي وغواړي هغه کيږي، داسي هيڅوک نسته چي د ده تر ارادې او حکم دي لوړ وي، هغه ( الله جل جلاله) د دې عالم، خالق، مالک، پیداکونکی او هغه ذات دئ، چي په عالم کي د رب په حیث تصرف کوي، داسي ستایل سوی حمید ذات دئ، چي په ذات، صفاتو او افعالو کي په ټولو کمالاتو متصف دئ، له هرعیب او نقص څخه پاک او منزه دئ، د کائيناتو ټوله ښکلا، حسن، کمال، جمال او ښېګڼي د ده له لوري دي.
(پر الله ايمان: ۷-۸ – ۹ مخونه)

خو بیا هم موږ د هوا او هوس پالنه کوو، د سالم فطرت غوښتني له پامه غورځوو، د خپل طبيعي او فطري مسيره بې لاري کيږو، د دې پر ځای چي د خدای حکم پرځای کړو د هغه د حکم څخه سرغړونه کوو، که ښه رارسېږي د ځان مهارت او پوهه ئې ګڼو او که تاوان رارسېږي له خدایه مرور کيږو، بې انصافي، بې رحمي، خيانت، غدر، تېری، ظلم، وحشت، د نورو حق خوړل او خېټه پر اچول، فسق، فساد، فحشاء، حرص، طمع، د نفسي غوښتنو غلامي، د رواج متابعت، خود غرضي، خود خواهي، باطلپالنه، قومپالنه، نسلپالنه، سيمه پالنه، ټبرپالنه، طبقه پالنه او په سلونو نورو اخلاقي ناروغیو مو لکه پیریانان په دماغ کي ځای نيولی دی، تر نس او جېب پوري مو نه خدای په یاد دئ، نه د خدای رسول، نه د خدای مخلوق او نه د محمد صلی الله علیه وسلم امت، د خدای د بندګۍ پر ځای مو د زور او زورواکۍ، د لوټ او لوټبازۍ، د خيټي او خيټپالۍ، قوم او قومبازۍ په زړه او دماغ کي ځای نیولی دی.

په کار خودا ده، چي د مخلوق د بندګۍ پر ځای د خالق بندګي وکوو، هر کار د الله جل جلاله لپاره وکوو، نه بل ته د بندگۍ سر ټيټ کړو او نه د بل حکم ته غاړه کښېږدو، د الله جل جلاله پر رالېږل سوي کتاب په پوره توګه ايمان ولرو، په هيڅ حالت کي د کتاب د پرېکړو او فيصلو په اړه، د احکامو او او امرو په باب، د قضاوتونو او څېړنو په ارتباط، د مؤمنانو سره د سوو وعدو په اړه، کافرانو ته د ګواښونو او وعيدونو په اړه شک ونه کوو. (پر کتابونو ايمان، ۵۴ مخ) قرآن کريم د هدايت او كمال لوړو مدارجو ته د رسېدو عامل او لارښود وگڼو، د هغه په روڼا كي د توحيد او خداى پالني په حقيقت وپوهېږو، له فسق او فساد څخه خپله بې زاري او برائت اعلان کړو او ډیر نور.

د ژوند معیار مادي نه، ديني او معنوي ارزښتونه وټاکو، د دنیا په مقابل کي آخرت ته ترجیح ورکړو، خلک نرمۍ، ښېګڼي، مرستي او اعلی اخلاقو ته رابولو، د مال نسب، مقام، ژبي، سيمي او توکم پر ځای انسانیت او غوره اخلاق د انسان د انسانیت معیار وبولو، د انسانانو مخ د بدو او بدو کړنو پرځای د ښه او نيکو، د نا پاکۍ څخه د پاکوالي، د جنګ، جګړو، شر وشور، بدو او بېرانو څخه د ميني، محبت، يووالي او ورورلۍ، د سختیو څخه د اسانیو، او بلاخره د عدل، انصاف، برابرۍ، وروګلوۍ، اعتدال، ميني، محبت، دیانت، شهامت، سخاوت، صبر، زغم، ترحم او د الله جل جلاله څخه د ويري پرلور راواړوو. (د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د حکمت انقلاب، ۱۶۷، مخ) د خدای د بندګی احساس په ځان کي راژوندی کړو، هغه څه چي خدای حرام، ناروا، مضر او خراب بللي، خراب او مضر وګڼو او هغه څه چي خدای حلال، ښه او مفید بللي دي ، ومنو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close