شعـــــرونه

وصالونه به راځي/صابر جان محصل

صابرجان محصل

شبګير وهلې سترګو ته خوبونه به راځي
له ستړي  سفر وروسته منزلونه به راځي

د هجر شپه سبا ده د وصال سپيدي چودلې
د سپين سبا عاشق ته وصالونه به راځي

له غيږي د خزانه بياد يار تر غيږي تګ دى
د خار تر پړاو شاته سره ګلونه به راځي

خزان کډه تړلې اوښان بار د قافلي دي
د هيلو غوټۍ ګل شوي بهارونه به راځي

د ظلم توره شپه ده ترږمۍ ده لاره ورکه
د عدل سپين امام بل  مشالونه به راځي

د جهل نابينا سترګي بينا په حقيقت شوي
په سترګو د شبکورو ديدنونه به راځي

اجل د رقيب راغى چي سپين توغ وهي وزري
تر سپين بيرغ نه لاندي ولسونه به راځي

شل کاله مو روژه وه په اميد د يوي ورځي
د قدر شپي راغلې اخترونه به راځي

د ميني په دنيا  کي زه مين په ازادى يم
صابر په زړه زخمي يم ټکورونه به راځي

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close