افغانستان

هلمند: افغان ځواکونو د څارویو په مېله کې ګڼ افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په هلمند کې یوه دودیزه مېله په ډي سي توپونو ویشتلې.

یاده مېله د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې وه، چې ګڼ افغانان پکې د څارویو د پير او پلور لپاره راټول وو.

پیښه نن د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت تر غرمې مخکې رامنځته شوې.

یاد برید په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمې لواء ځواکونو ترسره کړی.

ځايي اوسیدونکي وايي چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ څاروي او پسونه هم له مینځه تللي.

په مړو سربېره ګڼ خلک ټپیان شوي دي، چې د ټولنیزو رسنیو ځايي فعالان یې شمېر ۳۰ تنه ښيي.

په برید کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړل شوی.

په هغو انځورونو کې، چې نن ټکی اسیا ته رارسیدلي، ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او څاروي په مرګوني او ټپي حالت کې لیدل کیږي.

په انځورونو کې د خلکو پټګۍ، څادرونه او شخصي توکي هم په شیندلي حالت پراته ترسترګو کیږي.

د هلمند والي تائید کړې چې پیښه رامنځته شوې، خو د عاملینو په باب کې يې تر دمه چوپتیا خپله کړې.

دا چې د څارویو په دودیزه میله د افغان پوځ د وسلوال برید هدف څه و، تراوسه یې دفاع وزارت په تړاو وضاحت نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx