افغانستان

«د عبدالله د ټیم دننه اختلافاتو د کابینې د بشپړېدو مخه نیولې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېش له معاهدې نږدې څلوېښت ورځې تېرېږي، خو لا هم تر دې دمه عبدالله خپله برخه وزیران ارګ ته نه دي ور پېژندلي، چې له امله یې کابینه نیمګړې پاتې ده.

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي، چې د عبدالله عبدالله د ملاتړو سیاسي مشرانو په منځ کې د اختلاف له امله سفارتونو، کابینې، سفارت خانو او معینیتونو ته د اشخاصو په ور پېژندلو کې ځنډ راغلی.

د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر او د عبدالله عبدالله ملاتړي «سید اسحاق ګیلاني» وایي « د وزارتونو  او معینیتونو لپاره نوماندان زیات خو چوکۍ کمې دي، له همدې امله عبدالله هم له ستونزو سره مخ دی.»

په ورته وخت کې د عبدالله ملاتړي «دوستم» ته که څه هم د مارشالۍ رتبه او د ملي امنیت شورا غړیتوب منل شوی و، خو لا یې هم په اړه د اشرف غني له لوري فرمان نه دی صادر شوی.

د عبدالله عبدالله دفتر که څه هم د اختلافونو په اړه څه نه وایي، خو ادعا کوي، چې ډېر ژر به د کابینې لپاره د نوماندو وزیرانو لست ارګ ته ولېږي.

د ولسي جرګې غړي بیا د سرپرستانو له لوري د وزارتونو اداره کېدلو اندېښمن کړي او هیله لري، چې حکومت به ژر تر ژره سرپرستي پای ته ورسوي او کابینې ته نوماند وزیران به د باور د رایې اخستلو لپاره ولسي جرګې ته ور ولېږي.

یاده دې وي، چې د عبدالله او اشرف تر منځ  د واک د وېش د معاملې په بنسټ، په وزارتونو، سفارتخانو، معینیتونو او نورو کلیدي برخو کې پنځوس سلنه ونډه عبدالله ته منل شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د قبر چينجی پخپلو خپلو لا ندی سره جوړ ، بل داچی دا خو و غلامانو ته ډيره ساده خبره ده ۵۰ وزارتونه دی نور جوړ کړی ، دوی بيله هغه هم شرم او حيا نلری خپل چور دی کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close