افغانستان

د ارګ لخوا د سنګین پیښې د قربانیانو کورنیو ته «د همدردۍ مراتب» تقدیم شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د څارویو په یوې مېله باندې د افغان ځواکونو د وسلوال برید نه څو ساعته وروسته ارګ د پيښې په اړه نظر څرګند کړ.

ارګ د یوې اعلامیې په شکل چې سرلیک یې (په هلمند کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه) دی، پرته له دې چې په عاملینو یې صراحت وکړي، د پيښې په اړه  لنډ غبرګون ښودلی.

د اعلامیې په پیل کې راغلي چې د یادې «تروریستي» پیښې په پایله کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر هیوادوال وژل شوي دي او له اشرف غني څخه په نقل قول پیښه «وحشیانه او غیر انساني» ګڼل شوې. ورپسې څرګندونې چې له موضوع سره څرګند ربط نه لري، د طالبانو یادونه کوي چې ګویا اشرف غني ترې د جګړې د پای ته رسولو او د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه کړې.

په پای کې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني» لخوا د «ژورې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب» تقدیم شوي او د زخمیانو لپاره د صحت دعا شوې.

د یادونې وړ ده چې نن د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمې لواء ځواکونو د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د څارویو د پیر او پلور په میله ډي سي توپونه وویشتل او لږ تر لږه ۱۵ افغانان یې ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې، چې نن ټکی اسیا ته رارسیدلي، د ماشومانو په شمول ګڼ ولسي خلک په وینو لژند او په مرګوني او ټپي حالت کې لیدل کیږي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د دې برید د عاملینو په اړه صراحت نشته او نه یې د معمول په څیر د تحقیقاتو لپاره د هیئت د ګومارل کېدو خبر ورکړی.

یاد خونړي برید په ټولنیزو رسنیو کې د افغان فعالانو توندې نیوکې او غصې راپارولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د خلکو وژنه د همدردی د مراتبو په وسیله تر کله؟ هر ورځ همدا حال دی. لعنت دی پر داسی حکومتداری شی دومره ظلم له بیولو خلکو سره داسی یو غیر انسانی عمل په هیڅ صورت قابل د عفوی ندی. مسؤلین یی باید محاکمه شی. دی حکومت خو د افغانانو ټول حیثیت له خطر سره مخامخ کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx