افغانستان

طالبانو د سنګین برید «ناورین او د مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ نننی خونړی برید د «مزدور دښمن قصدي جنایت» بللی او هغه یې په کلکه غندلی.

طالبانو د حکومتي چارواکو په هغو څرګندونو هم «تاسف» ښودلی چې په کې يې په طالبانو د پیښې د وراړولو هڅه کړې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په همدې تړاو یوې اعلامیه کې ویلي:

«ډيره د تأسف خبره بیا داده چې د کابل ادارې، ارګ او نورو چارواکو د دې پرځای چې د خپل دې لوی وحشت له امله له هلمندي ولس څخه بښنه غوښتې وای او د توغندي ویشتونکو جنایتکارانو د نیولو او مجازات ژمنه يې کړي وای؛ د ټول هلمندي ولس په سترګو کې يې خاورې ور وشیندلې او دغه توغندویز بریدونه يې په ګونګو الفاظو، موټر بم برید معرفي کړ ترڅو دغه پيښه د اسلامي امارت پر مجاهدینو ور واړوي».

طالب ویاند یاده خونړۍ پیښه «ناورین او بشرضد عمل» بللی او په ورته پیښو کې د «کابل ادارې» په لاس لرلو ټینګار کوي.

د نوموړي په وینا، د عیني ګواهانو څرګندونې، صوتي او انځوریز اسناد دا په ډاګه کوي چې د بازار په شاوخوا کې هیڅ نظامي عملیات یا جګړه نه ده شوې.

ښاغلي احمدي په رسنیو غږ کړي چې د مستندو معلوماتو لپاره د پيښې ځای ته ورشي او له خلکو سره له نږدې وویني.

د یادونې وړ ده چې نن د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمې لواء ځواکونو د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د څارویو د پیر او پلور په میله ډي سي توپونه وویشتل او لږ تر لږه ۱۵ افغانان یې ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

ارګ هم د پیښې په تړاو په خواشینۍ او د قربانیانو کورنیو ته د همدردۍ په وړاندې کولو بسنه کړې، خو د پیښې د عاملینو په باب یې تر دې دمه چوپتیا غوره کړې.

یاد خونړي برید په ټولنیزو رسنیو کې د افغان فعالانو توندې نیوکې او غصې راپارولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx