افغانستان

هلمند کې پر میله ځای د توپونو برید؛ یوناما هم د پېښې د څېړلو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» د هلمند پېښه زړه بوږنوونکې بللې او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې.

نن سهار د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو پر یوه میله ځای باندې دولتي عسکرو دیسي توپونه وویشتل، چې له امله یې د سپین ږیرو او ماشومانو په ګډون شل تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د یوناما له لوري د پېښې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې پېښې د څېړلو د غوښتنې تر څنګ هیله شوې، چې د جګړې ټول اړخونه دې د ولسي وګړو د خوندیتوب په موخه په ګڼ مېشتو سیمو کې جګړه ودروي.

دغه پېښه چې نن سهار رامنځته شوه، عیني شاهدان يې په اړه وایي، چې په سیمه کې نه کوم طالب موجود و او نه هم جګړه وه، خو د «ملي اردو» د عسکرو له لوري پر سیمه باندې هاوانونه او توپونه وویشتل چې له امله یې پراخه مرګ ژوبله رامنځته شوه.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاده پېښه د «مزدور دښمن قصدي جنایت» بللی او له رسنیو یې غوښتي، چې سیمه له نږدې وګوري او مستند راپورونه پرې ترتیب کړي.

ارګ بیا په یوه خبرپاڼه کې شوی برید ترورستي وباله او د پېښې قربانیانو ته یې د همدردۍ مراتب تقدیم کړل.

یاده دې وي، چې په داسې یو وخت کې چې حکومت په پرلپسې ډول له طالبانو د جګړې د کمولو تمه لري، دولتي ځواکونو له لوري ولس ته د اوښتونکو تلفاتو کچه په بېساري ډول لوړه شوې.

د شنونکو په باور، د حکومتي عسکرو له لوري پر ولسي وګړو بریدونه د طالبانو د بدنامۍ ناکامې هڅې دي، چې د سولې د هڅو د سبوتاژ په موخه ترسره کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close