افغانستان

کابلوف: امریکا د بې بنسټه راپورونو په خپرولو  غواړي، افغانستان کې خپله ماتې پټه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» د امریکايي رسنیو هغه راپورونه چې روسیه پکې د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته په پيسو ورکولو تورنه شوې وه، په افغانستان کې د امریکا د ماتې د توجیه هڅه بللې.

اسپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي «په امریکا کې داسې عسکر نشته، چې له افغانستانه په وتلو کې دلچسپي نه لري، هغوی هڅه کوي په افغانستان کې خپله ماته د بې اساسه راپورونو په خپرولو سره پټه کړي.»

کابلوف زیاته کړې « موږ تر دې وړاندې هم د نیویارک ټایمز د درواغجن راپور په اړه تبصره کړې وه، دا ښه نه ده، چې د یوه بې اساسه راپور لپاره غوغا جوړه کړي.»

د نوموړي له قوله، په هغه راپور خبره کول، د شرم ځای دی، چې حتی د امریکا ولسمشر هم رد کړی.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې امریکایي رسنۍ «نیویارک ټایمز» د یوراپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې روسیې د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې منلې او ددې موضوع په اړه د امریکا ولسمشر ته هم خبر ورکړل شوی و.

د امریکا ولسمشر «ټرمپ» بیا د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه او د نوم ورکو سرچینو له قوله جوړ شوی وباله او یاده یې کړه، چې پر عسکرو یې په افغانستان کې ډېر بریدونه نه دي شوي.

طالبانو هم یاد راپور د سولې د ملاتړو اذهانونو د مغشوشولو هڅه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د هیڅ هیواد د استخباراتو د احسان پوروړي نه دي او د هدف په تشخیص کې د چا مرستې ته اړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx