شعـــــرونه

وژونکی ډاکټر – شاعر: انس حقاني

دغضب څپو اخیستی او ژوندون ته یې خطر دی
چا چې ژمنې ماتې کړي، زخمي کړی یې باور دی

نه یې ټپ د چا ټکور کړ، نه یې رنځ د چا دوا کړ
بس ژوندي وګړي وژني، لیونی د ارګ ډاکټر دی

چاته سوله ټوله ګټه، څوک په جنګ کې ګټې ویني
نړیوال دي نه مړیږي، یو افغان دی در په در دی

په قیمت د دین ناموس چی ابادي دوطن غواړي
مفکوره یی اشغال شوې، دا وګړی سیکولر دی

په یو څو فاحشو ښځو، لږکیو پریکړه مه کړه!
دلته سَتر فریضه ده، ټول جهان په دې خبر دی

دا سړی به صالح نشي، په خبرو په اترو
دا نس ارزیابی دا ده، د انس داسي نظر دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close