افغانستان

کندز: طالبانو شل دولتي عسکر او پولیس له زندانه خلاص کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د دولتي او طالب بندیانو د تبادلې د لړۍ په دوام کندز کې د طالبانو له زندانه شل تنه دولتي امنیتي ځواکونه خلاص شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي « نن د کندز ولایت کې د اسلامي امارت  له محبس  څخه د کابل ادارې ۲۰ تنه عسکر او پولیس خوشې شول او د تیر په شان، له  کومک ورکولو وروسته  خپلو کورنیوته واستول شول.»

دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي، چې د طالبانو له لوري د دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او په تېرو دریو ورځو کې تر ۷۰ زیات عسکر او پولیس له بنده خلاص شوي.

په ورته وخت کې د حکومت له لوري د درې زره طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او د پاتې دوه زره نورو د خلاصون لړۍ په پڅ او ورو ډول روانه ده.

طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تر دې دمه ۳۵۰۰ شاوخوا طالب  بندیان خلاص شوي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې، حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي او تر هغه وروسته طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

طالبانو د  بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل په موخه په بیا، بیا د خپلو بندیانو د خلاصون د پروسې د چټکوالي غوښتنه کړې او د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون یوه اوونۍ وروسته یې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتووالی ښودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close