ادبي لیکني

دهشتګر اوزګوړی

خالد رعد

قومندان صاحب عسکرو ته برګ برګ کتل، چې ولې يې وړمه شپه د مقاومت پر ځای له پوستې تېښته کړې وه. د دوی په پوسته وړمه شپه چا يو ټک کړی و، خو دوی د درازکوف له ويرې ټول تښتېدلي و او پوسته يې پرېښې وه، چې له امله يې پراخه سيمه د قومندان له لاسه وتلې وه؛ ځکه خو ورته خشمېدلی و.

يو عسکر چې په دوی کې په تورک يادېده او په بې عقلۍ مشهور و، سر پورته کړ:

– قومندان صيب! درازکوفونه يې پيدا کړي، وچ وچ مو په سر سر ولي.

– کېنه د نېغۍ زو، درازکوفونه يې پيدا کړي دي، دا لس کاله مو تاسې ته د څه لپاره جنګي مهارتونه درښودل.

– قومندان صيب! د مهارت تر استعمالولو سړی نه پرېږدي، که يې نه منې، يوه شپه پيره وکړه.

د قومندان غوسه لا نوره زياته شوه او د تورک پر لور ور روان شو، عسکر يو بل سره وپسنېدل: تورک رښتيا وايي، د قومندان صيب تر غوږ د درازکوف مرمۍ نه ده تېره شوې؛ ځکه دا خبرې کوي.

تڼ شو او تورک په زمکه راپرېووت، غوږ يې وګراوه، په تور مخ کې يې د قومندان د ګوتو چاپونه جوړ و، ځينو عسکرو وخندل او ډير خوابدي شول.

تورک چانټه وغورځوله او په لغته يې ووهله:

– لاړم قومندان صيب، د پوستو دفاع دې تا ته پاتې وي.

– ورک شه! چې بيا دې ونه وينم.

تورک د قومندان بې انسانيته چلند له پخوا خواتوری کړی و، نن يې ښه موقع وګڼله چې د عسکرو له ليکو ځان وباسي.

په سبا شپه شپږ – اووه نور عسکر هم په نامعلوم لورې وتښتېدل او له قومندان سره په قرارګاه کې يو څو مادر او پدر آزار پاتې شول، چې نه په غلا تړلي و او نه په ناروا قتلونو او قومندان هم د همداسې ملګرو ارمانجن و.

نن ورځ قومندان لا ډير قهرېدلی و، عسکرو ته يې کړل چې ډيسي توپ د قرارګاه له بر سر نه کوزې خوا ته په ټانګ پسې کش کړي او خوله يې د بازار پر لور سيخه کړي، عسکرو توپ برابر کړ او له دوړو په يو ډک تلتک يې مرمۍ کتار کېښودې.

شينو عسکر سيګريټ ته اوږد کش ورکړ، له خولې يې دوړې ووتلې، وزنګېد او په ملګري ورړنګ شو، لاسونه يې تر غاړې ورتاو کړل او په سينه يې وډباوه، په خومار غږ يې وويل:

– قومندان نن بيا غزا ته ځان تيار کړ.

– هوکې، نن به مو بيا زړونه يخ کړي.

– هی هی، چې يوه پلا مې په دې څڼيورو ښه زړه يخ کړی وای او بيا په هغو خلکو کې له بوټو سره ختلی وای چې دوی ته ډوډۍ او شپې ورکوي.

– دا ارمان به دې…

د مخابرې کشششش يې خبره ورپرې کړه. هاغه دی قومندان راروان دی، چې څه زيری به يې راوړی وي.

قومندان مخابره کې غږېده، په مقابل طرف يې غږ کړ:

– اورې؟

– اورم، مېلې ته دې توپ برابر کړی که نه؟

– هو، برابر دی، خو والي صيب! خلکو ته به څه ځواب وايو.

– اوهوووو، ته يې ځواب ته سوچ وړی يې، کم عقله! کار ته کوه، ځواب يې زمونږ خبريالان وروڼه وايي، هغو سره مو پخوا لا خبره خلاصه کړې ده، دا ډالر د څه لپاره دي.

– آ نو پر وربه شم.

– ورځه پرې، د دوی په …

– اوزګوړي يې لا دهشتګر دي، چې يو هم ژوندی درنه پاتې نه شي.

شېبه وروسته د سنګين په زوړ بازار کې د څارويو د پېر او پلور د مېلې په ګڼه ګوڼه کې د ډي سي توپ درې – څلور مرمۍ ولګېدلې او د څارويو او انسانانو غوښې او وينې يې سره ګډې کړې.

ميدان په غوښو پوښلی او په وينو لوند خيشت و، وينې لا وچې شوې نه وې او خلکو لا د خپلو قريبانو غوښې نه وې ټولې کړې او ټپيان يې روغتون ته نه و رسولي، چې له رسنيو واورېدل شول:

د هلمند په سنګين کې د حيواناتو په مېله کې د هاوان مرمۍ لګېدلې او ګڼ هيوادوال يې وژلي او ټپيان کړي دي، د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې، خو دا ډول بريدونه ډيری وخت د طالبانو لخوا ترسره کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close