نظــر

د امریکایانو بدل یې واخیست!!

نور احمد نور

نن د اشرف غني د ادارې عسکرو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په میله په توغندويي برید سره یو ځل بیا خپل وحشت نړۍ ته وښود او د افغانستان له مظلوم اولس څخه یې د امریکایانو بدل واخیست.

څو ورځي وړاندې نیویارک ټایمز داسي راپور خپور کړ چې ګواکي روسان په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو لپاره ترهګرو ته روپۍ او انعامونه ورکوي.

که څه هم دا راپور د سپینې ماڼۍ له لوري رد شو او روسیې هم ورباندې توند غبرګون وښود خو د کابل اداره چې د سولي هڅو یې زړه ورشین کړی او د دوحې په تړون خوابدې ده؛ دې راپور ته پراخ انعکاس ورکړ فیسبوکي اربکیانو او اربکي سایټونو دا راپور په طالبانو تطبیق کړ.

د کابل ادارې مشر اشرف غنی چې ځان او د خپلې ادارې عسکر د واشنګټن ساتونکي ګڼي د دې راپور په اساس دا دی نن د واشنګټن د ساتلو او امریکایي عسکرو د انتقام په موخه په سنګین کې په عامه خلکو قیامت نازل کړ ځکه د کابل اداره چې کله هم له طالبانو د انتقام اخیستلو اقدام کوي نو ملکي وګړي په نښه کوي.

د کابل ادارې د عسکرو دا لومړی وحشت نه دی بلکې په کراتو مراتو یې اولسي وګړي، مساجد او له زده کونکیو ډکې مدرسې او جلسې په نښه کړې دي د کابل ادارې له چارواکو نیولي بیا تر عادي عسکرو ټول کوشش کوي تر څو په یو نه یو ډول ځان د واشنګټن د ساتونکیو په ډله کې شمار کړي او د دې لپاره دوی دې ته ضرورت نلري چې طالب په نښه کړي، بلکې له اجیرو او سیکولر مغزو کسانو ماسوا ټول مؤمن اولس واشنګټن ته خطر بولي او کوشش کوي چې عامه خلک په نښه شي تر څو په یو نه یو ډول امریکایانو ته خپله وفاداري ثابته کړي، څو ورځې وړاندې د امرالله صالح چې اوس د کابل ادارې د مشر د مرستیال دنده لري هغه غږیږ کلیپ خپور شو چې د کورنیو چارو د وزارت د دندې په وخت کې په ډیره بد معاشي او له غرور ډک انداز خپل مخاطب ته توصیه کوي چې هسي یې وژنه مسئولیت یې ماته راپریږده نو قیاس کن ز ګلستان من بهار مرا !!

او عموما د کابل اداره په داسي وحشي کړنو سره د سولي د پروسې د سبوتاژ کولو هڅې هم کوي ځکه چې حکومت پلوه رسنۍ د داسي بریدونو پړه په طالبانو اچوي او تل په واقعیتونو سترګې پټوي.

الله تعالی دې د دوی دا شوم عزائم خنثی او نور د افغانستان مظلوم اولس ته له دغو ظالمانو نجات ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

امین یا رب العلمین ، د دی بیهمتو منافقینو نور لږ وخت پاته دی ان شاءالله .

دوکتور غروال

بلی تر څو چی د رنګارنګو اجنبیانو غلامان په افغانستان کښي وی نو دا وحشت به روان وی ، نن ورځ په افغانستان کښي د سقاؤی وحشتی دوری څخه زیاتره وحشتناکه دوره دی ، امید دی چی ځپلۍ او دردیدلۍ ملت ددی وحشیانو څخه ژر خلاص شی !!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close