
افغانستان
روزګان: د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د روزګان د والي ویاند «زړګی عبادي» وایي، نن ماخستن ۸ بجې شاوخوا د ارزګان مرکز «ترینکوټ» اړوند «کندهار اډې» په سیمه کې طالبانو پرشاه محمد غلچکي برید کړی، چې په پایله کې یې نوموړی وژل شوی او دوه تنه ساتونکي یې ټپيان شوي، چې روغتونونو ته رسول شوي.
عبادي که څه هم د پېښې پړه پر طالبانو ور اچوي، خو طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په دواړو سترګو ړوند شاه محمد امریکایانو ته د نږدې او باوري اشخاصو له ډلې څخه و، چې تر دې وړاندې هم له ګڼ شمېر بریدونو روغ وتلی و.