افغانستان

طالبانو د «سنګین» خونړۍ پېښې څېړلو لپاره رسنیو ته بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ د څارویو په میله ځای کې د نن ورځې خونړۍ پېښې په هکله د حقیقت معلومولو په خاطر کورنیو او بهرنیو رسنیو ته ورکړې، ترڅو هلته ورشي او د پېښې عاملین وپيژني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لږه شېبه وړاندې په خپلې ټویټر پاڼې ددې بلنیک په خپرولو سره ټولو کورنیو او بهرنیو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو ته بلنه ورکړې، چې سبا د سه شنبې په ورځ(۱۰ چنګاښ) د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته ورشي او د پېښې په هکله دقیق راپور جوړ کړي.

باید وویل شي، چې نن د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د څارویو په میله ځای د میوند قول اردو د دوهمې لوا څخه د توغول شوو هاوان مرمیو د پرېوتو له کبله د ماشومانو او بوډاګانو په شمول ۲۳ تنه ملکیان مړه او ۳۰ نور ټپیان شول، کومه پېښه چې په ملي او بین المللي کچه وغندل شوه او د عاملینو د مجازات غوښتنه یې وشوه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

پکار خو داده چې د رسنیو تر لیدو وروسته دوستی یو ډله مجاهدین د ۲۱۵ قلع اردو په دویمه لیوا حجومی حمله وروړي او یو مخيزه یی له ځمکی اوچت کړي تر څو بل وار مزدور دښمن بیا داسی جرت ونکړي توکل پر الله چې بیا څه پیښډه هغه به وه

جمیل

اوس به روښانه سی چی کومی رسنی په څه ډول دا خونړی پیښه یادوی ، خپلواکی او بلواکی به نورهم وپیژنو .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close