افغانستانسولې اړوند خبرونه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی «ابراهیم طاهریان» قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس سره لیدلي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس، ابراهیم طاهریان دوحې ته د خپل سفر په مهال د طالبانو له سیاسي مرستیال او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او د شخړو د حل په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي «مطلق بن ماجد القحطاني» سره لیدلي.

د راپور په اساس، په دې لیدنو کې د جګړې د شدت په کموالي، په بین الافغاني مذاکراتو کې د امریکا  د لاسوهنې د مخنیوي، د دواړو هیوادونو په ګډو ګټو او ورته نورو موضوعاتو خبرې شوې.

ابراهیم طاهریان داسې مهال د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس لیدو ته ورځي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته د هڅو ګړندي کولو تر نامه لاندې سیمې ته سفر پيل کړی او تمه ده په مهال یې له قطر، اسلام اباد او ازبکستان لیدنه وکړي.

په افغانستان کې د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې دوام هغه څه دی، چې یو ځل بیا یې د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلي راټوکولې.

طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم  یې پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره د یوې اوونۍ دننه مذاکراتو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.

کابو یوه اوونۍ وړاندې د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» هم د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و، او هلته د ایراني چارواکو له لوري ورسره ژمنه شوې وه، چې په مذاکراتو کې به د «اسلامي جمهوریت» له دریځه ملاتړ کوي او که ترې وغوښتل شي، دوی به د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته را وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x