خبرتیاوی او پیغامونه

د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې مشرتابه د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا حامد الحق سره وليدل

پاکستان کې د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې مشرتابه نن دوشنبه د نوښار ولسوالۍ اکوړه خټک سيمه کې د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا حامد الحق سره د افغان کډوالو د ستونزو په هواري ځانګړې ناسته وکړه.

د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې مشر الحاج ارسلا خان خروټي او ورسره مل پلاوي له مولانا حامد الحق سره د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کمپونو کې د افغان کډوالو په بېلابېلو ستونزو خبرې وکړې.

الحاج خروټي مولانا حامد الحق ته وويل، چې يو شمېر کړۍ په ځينو کمپونو کې د افغان مهاجرينو پر وړاندې ستونزې راپورته کوي او په ځانګړې توګه يې د بنو کمپ او په بلوچستان کې د ګردي جنګل کمپ يادونه ورته وکړه.

د دې سربېره د تورخم او ويش دروازو د تړل کېدو په اړه  یې هم خپلې اندېښنې د جمعيت علمای اسلام له مشر سره شريکې کړې.

د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا حامد الحق د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې دی به له خپل اثر او رسوخ څخه په ګټه اخيستو د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې افغانان په يوه او بله بهانه وځوروي.

مولانا زياته کړه، چې پاکستان له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې د افغان مهاجرينو دوهم کور دی او د هغوی هر ډول ستونزو په حل کولو کې به ورسره مرسته کوي.

د مولانا حامد الحق په وينا د ده ارواښاد پلار شهيد مولانا سميع الحق تل د افغان مهاجرينو سره مرسته او همکاري کړې وه او دی به هم د خپل پلار په څېر دغو همکاريو ته دوام ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې مولانا حامد الحق او د هغه سياسي او مذهبي کورنۍ په پاکستان او سيمه کې ځانګړی مقام لري، د هغه ارواښاد پلار مولانا سميع الحق هم تل له افغان مهاجرينو سره نه ستړې کېدونکې مرستې کړي او افغانان ورته د درناوي په سترګه ګوري.

د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې فرهنګي څانګه.

۲۹ جون ۲۰۲۰ـ ۹ چنګاښ ۱۳۹۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پغمان غږ

كه حامدالحق ریښتیا دپلار په څیر رفتار وکړي نو پلار خویې په دوزره یو اودوعم کې افغان طالبان له مدرسې شړلي ول او پیغوریې ورکړی وه چې خپل وطن مو وران کړ او دلته راغلئ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx