افغانستان

د دولتي عسکرو «ړندو» بمباریو بادغیس کې د پراخ مالي زیان ترڅنګ۴ تنه ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه کلیوالي سیمو باندې د دولتي عسکرو لخوا د جیټ الوتکو، ډي سي توپونو او هاوانونو «ړندې»بمبارۍ کې د مالي زیان ترڅنګ د ۲ ښځو په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو وړمه ورځ او شپه د مرغاب ولسوالۍ له محاصره شوي کنډک څخه په جوی ګنج، اسحاقزو او اکازو کلیو باندې په داسې حال کې درانه توپونه توغولي، چې جیټ الوتکو هم بمباري کوله.

د توپونو په ډزو او جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د دوه ښځو، یو تنکي ځوان او یو بوډا په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي او د یوې ماشومې او ښځې په ګډون یې ۲ تنه نور ټپیان کړي دي.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې د دولتي عسکرو په توپچي او هوايي بمبار کې یې ګڼ سرایونه ویجاړ شوي او مالي زیانونه هم ورته رسیدلي دي.

په بادغیس ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا ویشتل شوي توپونه ملکي خکلو ته د سر او مال زیانونه په داسې مهال اړوي، چې تیره ورځ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو پر یو میله ځای د میوند قول اردو دوهمې لوا توغول شوو توپونو له کبله ۲۳ تنه ملکیان مړه، ۳۰ ټپیان او یاد بازار هم په بشپړه توګه د څارویو او انسانانو په وینو سور شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close