افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر اخند او مایک پمپیو د ويډیويي کنفرانس له لارې د افغان سولې په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» او ورسره پلاوي د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې ویډیویي تماس  کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو.

شاهین زیاته کړې «ملا برادر آخند وویل چې موږ د بین الافغاني خبرو پيل ته ژمن یو لکه چې مخکې مو هم ویلي لاکن د بندیانو په خلاصون کې ځنډ بین الافغاني خبرې ځنډولې دي. همداشان، د کابل ادارې د عسکرو له لوري د اسلامي امارت مفتوحه سیمو کې د نویو پوستو جوړول او زمونږ له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تیرول د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی.»

د شاهین په خبره، ملا برادر اخند امریکایي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې  طالبان د افغانستان خاوره د امریکا او نور هیوادونو د امنیت په ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او تر څنګ یې له هغوی غوښتي چې د مهالوېش مطابق خپل ټول عسکر وباسي.

د نوموړي د څر ګندونو په غبرګون کې پمپيو اعتراف کړی، چې په لویو ښارونو او مراکزو د بریدونو په نه کولو سره د جګړې ګراف راټيټ شوی، خو هیله یې ښودلې، چې د جګړې کچه نوره هم ټيټه شي.

په ورته وخت کې ملا برادر اخند له پمپيو غوښتي، چې په ګوانتنامو کې پاتې بندي افغانان او امریکا کې بندي «حاجي بشیر» خلاص کړي.

ملا برادر اخند داسې مهال له پمپيو سره خبرې کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم د دوحې، اسلام اباد او ازبکستان په سفر راوتلی او تمه ده د جګړې د شدت په کموالي او د بندیانو په موضوع ځانګړی تاکيد وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close