ټولنیزه برخه

د نایټ کلب له تاريکيو څخه د اسلام تر روښنایي پورې

محمد جاوید صافی

دا د یوې پیغلې د مسلمانیدو یوه عجیبه کیسه ده.
نیکولی کوین هغه څوک ده چې ځان یې د نایټ کلپ له تیارو څخه د اسلام په روښنايي وژغوره.

نوموړې خپله کیسه داسې کوي:
زما نوم نیکولی کوین دی، زه تر اته کلنۍ پورې په لوئیزیانا کې اوسیدم، وروسته له خپلې کورنۍ سره د تکزاس په شمال کې پروت یوه کوچني ښار ته لاړم. بیا مې له خپلې کورنۍ سره د باپټیسټ کلیسا ته لاړم، چې دغه کار زما په بدن کې د دین یوه قوي انګیزه راپیدا کړه.

زما مور او پلار ډیر مذهبي خلک نه وو، دوی په خدای باور درلود مګر د زیاترو امریکایانو په څیر یې ژوند د خدای لپاره نه وو. زما نیکه او نیا بیا مذهبي انسانان وو او د هغوی له لامله زما په بدن کې د دین قوي انګیزه پرته وه.

وروسته زه په ډالاس کې د واقعاتو فوټوګرافره شوم او زیاتره وخت به مې کار په نایټ کلبونو کې وو، زما کار په محفلونو کې د مشهورو کسانو او فلمي لوبغاړو څخه انځورونه اخیستل وو.

دا نو د ژوند ډیر احمقانه طرز وو، په محفلونو کې پاتي کیدل، د شپې له خوا کار او د ورځې له خوا خوب او د داسې خلکو په مینځ کې پاتي کیدل چې طمعه درڅخه لري، دا نو د ژوند کولو سمه لار نده.

زه به هر وخت د سکون او هدف په لټه کې وم، خلکو به ما ته هر وخت ویل: چې ته ډیر ښایسته ژوند لرې مګر زه د داسې خلکو په مینځ کې بندیوانه وم چې د هیڅ څه خیال یې نه ساته، حتی پدې نه پوهیدل چې له خولې یې څه ډول الفاظ راوځي.

د فوټوګرافرۍ په دغو ورځو کې ما هر وخت په خپل بدن کې دا انګیزه احساسوله چې د یو چا په لټه کې وم، چې هغه الله جل جلاله وو. ما به د شپې له خوا نا ارامه خوبونه لیدل، چې هغه څه چې زه یې غواړم پیدا کولی یې نشم.

ځینې مسلمانان ملګري مې لرل چې زیات د دین پابند نه وو، دوی ماته د اسلام په اړه لږ څه تشریح راکړه، دوی به شراب نه څکل، نو ما ترې پوښتنې وکړې چې تاسې دا او هغه ولې نه کوئ، او هغوی ماته ځواب راکړ چې دوی ځکه دغه کارونه نه کوي چې مسلمانان دي.

یوه ورځ مې له حسن سره ملاقات وشو، هغه راسره د اسلام په اړه خبرې کولې او غوښتنه یې راڅخه وکړه چې د اسلام د زده کړې یو ټولګی شروع کړم.

ما به مسلمانان لیدل چې ډیر منظم وو، او په ژوند کې یې هدف پروت وو. کله مې چې د اسلام مطالعه پیل کړه نو په دغه مطالعه بیخي معتاده شوم، او ټوله شپه به مې د خوب په ځای مطالعه کوله، په یوټیوب کې به مې اسلامي ویډیوګانې کتلې په ځانګړي توګه د یوسف ایسټیس درسونه. او همدا لامل شو چې د شهادت کلیمه ووایم او د اسلام په مقدس دین مشرفه شم

اوس له اسلامي حجاب سره د اسلام په رڼایي کې خوشاله ژوند تیروم او په امریکا کې د مسلمانانو د ټولنې غړې یم.

اسلام راته سکون او خوشالي راکړل، او د ښایسته ژوند کولو طریقه یې راوښوده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close