ټولنیزه برخه

په شپه او ورځ کې د انسان څلور اساسي کارونه

استاد سید روحیاب «حیدري»

مونږ انسانان په ورځ کې له مختلفو کارونو سره سر او کار لرو چې دا کارونه د خپل خالق، کورنۍ، ټولنې او همدارنګه د خپل ځان لپاره دي. دا کارونه ډیر مهم او د ارزښت وړ بریښي چې باید ترسره شي ځکه چې ژوند پرته له دې څخه په کلي ‌ډول هیڅ معنا او مفهوم نه افاده کوې، زمونږ د ژوند خوند له منځه وړي او سربیره پر دې یو سړي تمبل او د ټولنې د اوږو بار ګرځي او هم د یادولو وړ ده چې د دا د بشریت له اساسي او بنسټیزو دندو څخه دي.

دا ډول انسان چې دا ډوله کارونه يعنې د خپل خالق عبادت، د خپلې کورنۍ پالنه او هغوی ته د روزي او خوراک او پوښاک تیارول، زده کړه کول، او خپل او د ټولنې کارونو ته پام نه کوي، اصلاٌ زما په فکر دا هیڅ انسان او مسلمان نه دی او هسې یو اضافې ځای یې په دې ټولنه کې نیولی دی.

عبادت هر هغه عمل او وینا ته ویل کیږي چې هغه د خدای (جل علی شانه) د رضا د لاسته راوړنې سبب ګرځي. علمای کرامورحمه الله علیهم د عبادت تعریف همداسې کړی دی: ( کل من یحبه الله من الاقوال و الافعال) ـــ ژباړه: هر هغه وینا او کړنه چې د الله تعالی (جل علی شانه) د خوشالی او د خوشحالی د ترلاسه کولو لامل ګرځي عبادت دی. عبادت د بشر لومړنۍ مهمه دنده ده چې په دوی باندې دا فرض او حتمي ده، ستر دلیل یې دا دی چې الله تعالی زمونږ خالق پخپله دا مونږ ته د سورت الذاریات ۵۶ نمبر آیت کې صراحتاً بیانوي چې:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)

ژباړه: “ما ندي پیداکړی پیریان او انسانان مګر د خپل عبادت لپاره”.

هو! نه د بل کوم خاص څه لپاره کیدای شی چې یو شخص پوښتنه وکړي چې داسې وي نو یوازې عبادت به کوو او نور کارونه به په ټپه پریږدو یا به له دې څخه داسې نتیجه اخلي چې که داسې وي نو خدای (ج) مونږ له خوب، خوارک، کار او د رزق څخه منع کوي، نه اسلام هیڅکله هم افراط یا تفریط نه کوي بلکې هر هغه نیک کار چې د الله سبحانه و تعالی په نامه سره پیل شي او نیت د خیر په کې وي نو عبادت دا هم عبادت لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه.

نو یو انسان لره دا ښایې چې په هر کار کې د خدای تعالی (ج) د رضا طلب مقصد او یوازینۍ موخه وګرځوي. حسناتو ته ځان نږدې او له سیئآتو ځنې ځان لرې وساتي؛ دا عبادت شو.

ورسته له دې خپلو والدینو او کورنۍ ته پاملرنه ده، چې یو انسان باید خپلې د عبادت ترڅنګ خپل والدینو (مور او پلار)، ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته وخت ورکړي ځکه چې دوی هم  حق لري او هم انسان لکه څنګه چې یو ټولنیز موجود دی هماغسې ټولنیز او اجتماعي و اوسي او مور او پلار حق خو هیڅوک نشي پوره کولای خو دومره کولای شو چې دوی خوشحاله وساتو.

د خدای نازولي پیغمبر (ص) فرمایلي دي چې د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او د الله تعالی قهر او غوسه د مور او پلار په قهر او غوسه کې نغښتتې ده.

له ابن مسعود (رض) څخه روایت دی چې ما له رسول الله (ص) څخه و پوښتل چې کوم عملونه الله تعالی ته تر ټولو خوښ دي نو هغه ګران پیغمبر حضرت سرور کائنات محمد رسول الله (ص) و فرمایل:

۱- په خپل وخت لمونځ کول

۲- د مور او پلارد اختارم او درناوی کول

۳-  د الله (ج) په لاره کې جهاد کول

زمونږ ولس او هیواد هم په مونږ باندې ځانګړې حقوق لري. باید د هیواد په سوکالۍ، آرامۍ، پرمختګ، ودانۍ، د خپل خپلې خاورې دعزت ساتل، د غلیم او کفر څخه یې دفاع کول وغیره ….

د دې هر څه سر سره مونږ باید د نورو په خدمت کې خپل ځان هیر نه کړو، مونږ د خپل خوب، ظاهرې شکل، روغتیا او زده کړې ته هم خورا زیاته پاملرنه وکړو. مناسب او صحي خوړو څخه ګټه واخلو، او تر ټولو ټولو ټولو زیات مهم چې ده هغه زده کړه او د علم طلب او حصول او همدا ډول په هغه باندې عمل کول دي.

مونږ ټولو ته خدای (ج) شپه او ورځ چې ټول ۲۴ ساعته کیږي راکړي. دا ۲۴ ساعته باید مونږ په ۴ برخو وویشو یعني، ۶ ساعته خپل خوب ته، ۶ ساعته ځان ته چې په دې کې خپل مهارتونه پیاوړي او زده کړه وکړو، ۶ ساعته کار ته او ۶ ساعته خپل خالق عبادت او د خپلې کورنۍ په خدمت کې حاضر کړو.

البته دا تقسیمات کیدای شي له شخص څخه تر شخصه پورې توپیر وکړي. لکه: ځینې به ۸ ساعته خپل خوب ته ځانګړي کوي ځکه دوی وایي چې ډاکټران وایې چې په یوه شپه او ورځ کې ۸ ساعته خوب ته انسان ضرورت لري. خو ددې مطلب دا نه دی چې حتماً دې همدا ۸ ساعته خوب کوي. خوب چې په خپله طریقه ترسره شي یعني په کوم وخت کې چې ویده کیږو نو باید ټول فکر او تمرکز مو باید په خوب شي او ټولې ستونزې او مشکلات چې په ورځ کې پیښ شوي هیر کړو.

دا و په شپه او ورځ کې د بشر ۴ اساسي کارونه،
په نورو مقالو کې به نور هم ان شاالله ددې په باب خبرې وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx