افغانستان

د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې ۸ تنه ملکیان مړه او ژوبل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې هېواد له کرونا وبا څخه د پاکېدو خواته روان دی، دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه املاکو «ړندو» بمباریو او توپچي ډزو ته زور ورکړی دی.

په تازه پېښه کې دولتي عسکرو تیره ورځ(دوشنبه، ۹ چنګاښ) د لوګر ولایت مرکز اړوند «ګمبزې» سیمه کې دولتي عسکرو د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ ویشتلي، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او ۴ تنه نور ژوبل دي.

ددې ترڅنګ وړم ماښام دولتي عسکرو د پکتیکا ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ په «مشخیلو» سیمه کې د توپچي ډزو په وسیله ولسي کورونه په نښه کړي، چې په ترڅ کې یې یو ماشوم وژل شوی او ۲ تنه نور ژوبل دي.

دولتي عسکر په لوګر او پکتیکا کې ولسي خلک په داسې مهال د توپونو هدف ګرځوي، چې همدا تیره ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د څارویو په میله ځای د میوند قول اردو دوهمې لوا څخه توغول شوو هاوانونو له کبله د ۲۳ ملکیانو وژل کېدو او ۳۰ نور ټپي کېدو ترڅنګ یاد میله ځای د څارویو او انسانانو په وینو سور شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ډیسي توپونو او هاوانونو په وسیله د ولسي کورونو او عامه تأسیساتو په نښه کولو پېښې بیخي زیاتې شوي، د کومې له امله چې خلکو پراخ مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close