ټولنیزه برخه

څنګه په ځوانۍ کې ځانته د بریاليتوب لارې چارې برابرې کړو‎؟

نذیر احمد محمدي

ځواني د هر چا په ژوند کې یو له تر ټولو ارزښتناکه دوره ده. له ارزښت ډکه مسله دا ده چی وکولي شو په ځواني کی خپله انرژی څخه په ښه ډول کار واخلو ترڅو په لوړ سن کی یو څه راحته ژوند ولرو او د ځوانۍ افسوس ونکړو.

که د ځوانۍ په دوران کې یاستئ نو تاسو د خپل ژوند په بهترین صحي او روحي حالت کې یاستۍ او دا تاسو ته اجازه درکوي چې د دغه وضیعت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړئ، ډول ډول کارونه او فعالیتونه وکړئ او آینده مو تضمین کړئ.

په اول ګام کې خپل اهداف مشخص کړئ او هغه کسانو سره ملګري او نږدې پاتې شئ چې مثبت فکرونه ولري، آینده کتونکي وي، بریاو ته ژمن او خیر خوا واوسي.

وګړي چې کله د ځوانۍ په دوران کې وي نو فکر کوي چې ځواني تل پاتې دوران دی بې خبر له دې چې ورځ تر بلې ژړیږی، بهترین وخت د زده کړې، کار او زیار، خطر اخستل او د انرژي مصرف پر خپلو پروژو او اهدافو، لپاره د ځوانۍ دوران دی نو د ځوانۍ د هرې ثانيې په قدر او ارزښت باید پوه شو.

ځوانان یو ډول داخلي غرور او اعتماد په نفس څخه برخمن وی چې په آسانۍ سره ماتې نه مني.

د نړۍ د بریاليو کسانو ژوند چې وګورو! له ماتو او خطا وو سره مخ شوی خو ماته یې نده منلې او ترې زده کړه یی کړې ده او د بریالیتوب لپاره یې ترې ګټه پورته کړې ده او تل یې لا ډیرې هڅې کړي دي او بریاوو پسې يې خپل ژوند کې هلې ځلې کړي.

په ځوانۍ کې د مغز عالي فعالیت له وجې د زده کړې سطحه تر ډیره ښه وي چې کولی شي سړی ډیر مطالب زده کړي، څېړونکي وایي هغه کسان چې غواړي بریالي واوسي باید له زده کړو په تیښته نشي او تل دې د زده کړې په هڅه کی ووسی، ځکه څومره چی سن لوړیږی نو په هماغه اندازه د انسان ذهن کار کچه کښته کیږی او د نویو مطالبو د زده کړی لپاره بیا ډیر وخت ته ضرورت لری.

لږ مصرف کړی او ډیر پانګې اچونې وکړی؛ دا شعار نده، دا ډیره ښه لاره ده د بریالی ځوان لپاره. په ځوانی خلک ډیر هغه شیان اخلی چی تر نیم ډیر یی د سیالې او د نورو د توجو د جلب لپاره وی، څیړونکی په دی باور دی چی هغه ځوانان بریالی دی چی مناسب ډول پانګه اچونه او سپما یی کړی وی او د غیر ضروری وسایلو د اخستلو څخه ډډه وکړی.

دا پیدا کول چی سړې کوم څانګه کی استعداد او لیاقت لری، د 17 بیا تر 22 کلنی سنی محدوده د انسان باقی ټول ژوند باندی اغیزه پریښودې شی، نو دا ډیر ښه وخت دی چی مناسب انتخاب ولرو او خپل استعداد پیدا کړو.

په عین حال کې، په ځوانی کی کار او زیار باید دومره هم نه وي چې یو څوک د عادی ژوند څخه محروم وي، چی ډیروالی یی کولی شي په لویه کچه خپګان، ستړیا، ژر زړېدل ، د پاملرنې نشتوالی رواني او فزیکي روغتیا ته، مور او پالار ته نه پاملرنی، باعث شی چی دا خپله او یوه لویه ضایع ده.

د کار او ورځنیو فعالیتو سره باید یو څه وخت تفریع، استراحت او د ستړیا د له منځه وړو ته هم ورکړو تر څو خپلو اهدافو کی لا بریالیتوب ته ورسیږو، روحی او جسمی سلامتیا مو هم له لاسه نه وی ورکړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close