افغانستان

کرزی: هلمند کې پر مېله بازار د « درندې وسلې برید» بشر ضد جنایت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وايي، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله بازار برید بشر ضد جنایت دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « حامد کرزی د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې په میله بازار باندې د درندې وسلې برید چې له امله یې زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي بشري ضد جنایت بولي او دغه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي.»

کرزي ددې تر څنګ د ملکي وګړو د تلفاتو په زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې، او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو له لوري د سولې د ټینګښت هڅې وکړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ سهار مهال د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په مېله بازار باندې د دولتي ځواکونو له لېوا څخه دیسي توپونه وویشتل شول، چې له امله یې تر شلو زیات ملکي وګړي ووژل شول او  ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

بیلابېلو اړخونو یاده پېښه په کلکه وغندله او د څېړنو غوښتنه یې وکړه.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده پېښه د «مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله او ټولو رسنیو ته یې بلنه ورکړه، چې د پېښې له ځای لیدنه وکړي او په دې اړه دقیق راپورونه چمتو کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

دکابل آدارې منهوس او منفور ذلیل مثلث خپل دمرګ په اخری شیبو کی دی او دوی به هیڅکله دخپلو غریبو خلکو په وژلو نوره دا دقدرت ګاډۍ ونه ساتی او هغه وخت رارسیدونکی دی جی دا غلامان د جهنم کندې ته ورټېل وهل شی او ددوی نسل باید د تل لپاره ددې پاکی خاورې څخه نابود شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close