د نن سرلیکنه

ولې د هلمند فاجعه؟!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

تیره ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار د ګنج پر سیمې د دولتي ځواکونو توغندويي برید تر ۲۳ تنه زیات بیوزله هلمندیان ووژل او لسکونه نور یې ژوبل کړل.

په یاده پیښه کې د انساني تلفاتو ترڅنګ د ولسي خلګو یو زیات شمیر څاروي هم تلف شوي چې د پیښې د عیني شاهدانو لخوا یې بوږنوونکي تصویرونه خواله رسنیو ته په واک کې ورکړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هلمند کې د دولتي ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د تجمع ځای په نښه کیږي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم هلته څو ځله د واده مراسم او نور ولسي تجمعات په نښه شوې چې له امله یې هلمندیانو ته د سر او مال درانه تاوانونه اوښتي دي.

پر هلمند سربیره په قندوز، فاریاب، خوست، غزني او … کې هم ډیر ځله د دولتي ځواکونو لخوا دغسي خونړۍ کړنې تر سره شوې چې یوه ژوندۍ بیلګه یې د تیرې پنجشنبې په ورځ د بلخ ولایت په وزیر آباد کلي باندې هوايي بمبار دی چې له امله یې د یوې کورنۍ ( ۹) غړي ووژل شول.

د هلمند خونړۍ پیښه په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې کابل حکومت غواړي په هیواد کې د جګړو او نا امنیو زیاتیدو پړه پر طالبانو ور واچوي.

که څه هم چې کابل حکومت د پیښې له مسؤلیت څخه د ځان خلاصولو په غرض د یوې مطبوعاتي اعلامیې په صادره ولو سره هغه غندلي ، خو له محاصره ارګ څخه د دغسي یوې کاذبې اعلامیې خپرول د هلمندیانو له مسخره کولو او له جامو سره د هغوی په سترګو ورننوتلو پرته بله هیڅ معنا نه لري.

د هلمند پیښه له شکه پرته چې بشر ضد داسې ښکاره جنایت دی چې د هغې عاملین او حامیین دواړه د قانوني مواخذې مستحق دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ، ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافعې ټولنې که ریښتیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې فعالیت کوي باید په جدي ډول د دې بشر ضد جنایت سپیناوی وکړي او عاملین او د هغوي ملاتړي یې د قانون منګولو ته وسپاري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close