افغانستان

پنټاګان: د افغانستان په اړه د نیویارک ټایمز د وروستي راپور ثبوت مو نه دی موندلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د خپلو سرچینو په حواله ادعا وکړه، چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې منلې؛ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، د یاد راپور په اړه څېړنې کوي، خو تر دې مه یې کوم ثبوت نه دی موندلی؟

له پنټاګان څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دفاع وزارت د هغو راپورونو په اړه اطلاعات راټولوي، په کومو کې چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې د ناوړه فعالیتونو په ترسره کولو تورنه شوې.

اعلامیه زیاتوي «دفاع وزارت تر دې دمه داسې ثبوت نه دی موندلی، چې د نیویارک ټایمز هغه ادعا چې د خپلو سرچینو په اساس یې کړې؛ ثبوت کړي.»

د پنټاګان له قوله، په افغانستان او ټوله نړۍ کې د خپلو امنیتي ځواکونو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري، او په دې برخه کې د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو پوره هڅه کوي.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې روسيې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې طالبانو ته نقدي جایزې او انعامات منلي او ددې موضوع په اړه د امریکا ولسمشر «ټرمپ» ته هم معلومات ورکړل شوي.

ټرمپ په دې اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړ، او یاده ورځپاڼه یې یوه درواغجنه رسنۍ وبلله.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د نیویارک ټایمز راپور ته توند غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ، چې دوی د نړۍ د هيڅ استخباراتي واحد د احسان پوروړي نه دي او د اهدافو په تشخیص کې په خپل ځان اتکاء لري.

روسیه هم یاد راپور یوه بې اساسه ادعا او د «افغانستان په جګړه کې د ناکامو امریکایي استخباراتو» د کم ظرفیت نښه بولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close