روغتیا

سریلانکا کې له کرونا وبا څخه د مسلمانانو مړه شوي جسدونه سوځول کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په سریلانکا هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو سربېره د مسلمانانو د مړو جسدونو ته د ښخولو اجازت نه ورکول کیږي.

د نورو مړو سربېره د مسلمانانو جسدونه هم په دغه هېواد کې په حکومتي کچه سوځول کیږي چې په ځایي خلکو کې د غم، قهر او ویرې لامل ګرځېدلی دی.

په سریلانکا هېواد کې استوګن مسلمانان چې د هېواد نږدې ۱۰ سلنه وګړي دي وایي، چارواکي د کرونا وبا څخه په ګټه اخیستنه ددوی د مړو جسدونه د اسلامي لارې سره سم د دفن کولو پرځای په غیر اسلامي لاره (سوځولو) مجبوروي او دوی سره توپيري چلند کوي.

بي بي سي په خپل یوه راپور کې د یوې مسلمانې کورنۍ کیسه نقل کړې چې د کرونا ویروس په اړه ورسره تبعیضي چلند شوی، د مړي جسد یې په کرونا د شک په تور سوځولی او په وینا یې کورنۍ سره یې د څارویو په څېر چلند کړی دی.

د سریلانکا پخوانی وزیر او په راتلونکو ټاکنو کې د مسلمانانو یوازینی نوماند علي ظاهر مولانا په وینا، د نړیوال روغتیا سازمان له ۱۸۲ هېوادونو غړو څخه سریلانکا یوازینی هېواد دی چیرې چې د مسلمانانو مړي د ښخولو پرځای سوځول کیږي.

بل لوري ته د سریلانکا حکومت او د وبایي ناروغۍ مشر ډاګټر سوګت سماراویرا وايي چې د کرونا ویروس جسدونو دفن کولو سره د ځمکې لاندې اوبه په ویروس ککړیږي، خو علي ظاهر مولانا رسنیو ته ویلي، که چیرې داسې ساینسي شواهد شتون ولري مسلمانان بیا باید د حکومت پریکړه ومني.

د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړې چې له کرونا وبا څخه مړ شوي کسانو څخه کرونا نه لیږدیږي، د هر مذهب وګړي کولی شي په خپلو مذهبي مراسمو جسدونه خاورو ته وسپاري.

د روان کال د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه کله چې په سریلانکا کې د کرونا ویروس له کبله لومړی مسلمان قرباني شو، هغه مهال د بېلا بېلو رسنیو او ادارو لخوا د کرونا خپراوي تور پر مسلمانانو اچول کېده.

په سریلانکا کې چیرته چې ۷۰ سلنه اوسېدونکي بودایي مذهب سره تړاو لري، د کرونا ناروغۍ له کبله یوازې ۱۱ کسان مړه شوي چې ټول یې د ښخېدو پرځای سوځول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x