شعـــــرونه

قبول مې ڪړه نبي خیر البشره! سلامونه/ درمان

منصور درمان

درتلای نشم، در لېږم دزړۀ سره! سلامونه
قبول مې ڪړه نبي خیر البشره! سلامونه

داستاددین دفاع ته ،سینه سپریمه جانانه!
در واخله! دجهادلۀ خړ سنګره، سلامونه

داستا! دسپینې مینې پۀ تورګرم  یمه، نړۍته
لۀ لرې نه مې ؤمنه دلبره! سلامونه

نسیم ته مې تحفې د درودوونو دې سپارلې،
ترې تاؤ دي ای دزړوونو درمانګره! سلامونه

داستا ددیدن تنده بس پدې اوبه ڪؤمه!
پرې پاشم لۀ ماښامه ترسحره، سلامونه

دهجر د دردوونو دتاب نۀ یمه لالیه!
پۀ اوښڪو شي لاندۀ رانه اڪثره، سلامونه

الحمدلله  ما دا ستاپۀ دین سؤدأ ؤنڪړه
ډالۍدې وي ستا روح ته! ښۀ پۀ نره، سلامونه

زما ملنګ منصور درمان لخوا نه دې اهدأ وي،
وتاته، ای محبوبه پیغمبره! سلامونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx