ټکنالوژي

د هند او چین جګړه؛ هند د ټک ټاک په ګډون پر ۵۰ چینایي اپلیکیشنو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): څو ورځې وړاندې د لداخ په ګلوان نومې دره کې د چینایي او هندي ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته چې په پایله کې یې د هندي ځواکونو ۱۰۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته، د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه دره کې حالات لا هم ترینګلي ښودل کیږي.

په دې لړ کې د هند حکومت پریکړه کړې چې د چینایي مشهورو اپلیکشنو لکه «ټک ټاک، یوسي براوزر، سي ایم براوزر، بیوټي پلس» او داسې نورو په شمول ۵۰ کاریالونه بند کړي.

د هند حکومت وایي چې چینایي اپلیکشنې یا غوښتنلیکونه د هند خوندیتوب او امنیت ته زیان رسوي چې په سمدستي ډول یې د بندولو پریکړه کړې ده.

باید وویل شي چې ټک ټاک ویدیویي اپلیکیشن د نورې نړۍ سربېره په هند کې هم په پراخه کچه کاروونکي لري. خو اونۍ وړاندې هند د ټک ټاک پر ضد د چینګاري په نوم بدیل ویدیويي کاریال وړاندې کړی و.

چینایي کاریال ټک ټاک تر ټولو زیات په هند کې ډاونلوډ شوی دی چې نږدې په دریو کې یوه برخه ده. په نړۍ کې تر دې دمه ۱.۵ ملیارده وارې له پلی سټور او اپ سټور څخه ښکته شوی چې ۴۶۷ ملیونه وارې یوازې په هند کې ښکته شوی دی.

د یادونې وړ ده، د چین لخوا د هندي ځواکونو له ماتې وروسته په هند کې د افراطي هندوانو لخوا پر چینایي محصولاتو د راکړې ورکړې قطع کولو کمپاین پېل شوی و خو په سمه توګه بریالی نه شو.

له ۱۹۹۹م کال راورسته له پاکستان سره تر کارګل جګړې راهیسې دا لومړی وار دی چې هند په سرحدي تاوتریخوالي کې دومره ډير پوځ له لاسه ورکوي. د چین دریځ دی چې د ګلوان دره ټوله دوی پورې تړاو لري، او د سرغړونو پرمهال د هر څه مسئوولیت هند پورې تړلی دی.

په تېرو څو اونیو کې د پولو سرغړونو په تور چینایي ځواکونو ۲۰ هندي ځواکونه وژلي او نږدې ۸۰ یې ټپیان کړي وو، ددې سربېره یې د درې لوړ رتبه مامورینو په ګډون ۱۰ کارکوونکي نیولي وو چې وروسته یې خوشې کړل.

د ټک ټاک ویدیویي اپلیکیشن په ۲۰۱۶م کال کې د یوه چینایي انترنیتي شرکت لخوا رامنځته شو چې په لږه موده کې یې ۸۰۰ ملیونه کاروونکي وموندل، چې ۴۱ سلنه کاروونکي یې له ۱۶ تر ۲۴ کلنۍ پورې دي.

ټک ټاک که له یوه اړخه خلک د ډپریشن له منځته وړلو وسیله بولي خو بل لوري ته ګڼ شمېر مبصرین او عام خلک یې د وخت ضیاع او د ټولنې بربادۍ لامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x