د واحد فقیري سیاسي نوټونه

د ملا برادر او پامپیو ویډیويي کانفرانس

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): الجزیره انګلیش لیکي ملا عبدالغني برادر او مایک پامپیو د دوشبنې په ورځ پداسي وخت کي ویډیويي خبري سره کړې چي په واشنګټن کي دا هنګامه ګرمه ده چي وايي روسانو طالبانو ته مربوط افراطیانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو په منظور نغدي جایزې ورکولې.

الجزیره لیکي پامپیو طالب مشرانو ته په ټینګار وویل چي تشدد باید راکم سي، د سولي پروسه باید مخته ټېله سي، او په افغانستان کي د افراطیانو سره جدي مقابله وسي. 

الجزیره لیکي خو داسي ښکاري چي پدې ویډیويي کانفرانس کي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسانو د انعام ورکولو مسله نده یاده سوې. 

الجزیره لیکي طالبان له روسانو څخه د نغدو پیسو د جایزو خبره ردوي، او ملا عبدالغني برادر د طالبانو هغه ژمنه بیا تکرار کړه چي پر امریکايي عسکرو به ګوزار نه کوي. 

بلخوا، اسوشیټډ پریس لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر ته ویلي دي چي طالبان باید د قطر د موافقې سره مطابق عمل وکړي، تشدد راکم کړي، او په افغانستان کي د افراطي ډلو پرخلاف عملیات جاري وساتي.

ملا برادر پامپیو ویلي دي چي د کابل اداره هڅه کوي چي تشدد زیات کړي، د طالبانو په سیمو کي نوي پوستې جوړي کړي، او خپل نظامي کاروانونه د هغوی په سیمو کي تېر کړي.

اسوشیټډ پریس لیکي دا څرګنده نده چي ایا ملا برادر او پامپيو د روسانو د جایزې په اړه خبري وکړې او کنه.

اسوشیټډ پریس لیکي چي خلیلزاد په اوزبکستان کي دی، او ښايي د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ورسېږي. خلیلزاد هم د ویډیو له طریقه د کابل د ادارې سره په تماس کي دی. 

وریټرز لیکي چي ملا برادر مایک پامپیو ته ویلي دي چي د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ سبب دا دی چي د کابل رژیم ټاکل سوي بندیان نه دي آزاد کړي.

وریټرز دغه راز لیکي چي پامپیو پدې باندي اعتراف وکړ چي تشدد راکم سویدی او په سترو ښارونو کي حملې ندي سوي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

الجزیره چه مونږ او دیر نور یی نسبی تاییدوی و د تایید د کفایت له مخی باید د تشنج اصلی منبع او عامل نړیوالو ته په ګوته او نړیوالو محاکمو ته د محاکمو د پاره وروپیژندل شی چه هغه امریکا او د هغوی دوهم کلاس غلامان ( ناتو ) یا اروپایان دی چه په میلونو مسلمانان یی په شهادت ورسول او رسوی . د دی پروسی یا پروزی د شروع کولو او مخکی وړلو د پاره یی د ۹/۱۱ نړیواله فاجعه پلان او عملی کړه او له مخی یی په افغانستان او له هغه وروسته په عراق برید وکړو او… نور لوستل »

طوطی

ملا صیب به حتمآ ورسره انګلیسی خبری کړی وی ځکه چی اوس خو طالبانو تغیر کړی بیا ملا برادر خو اته کاله په زندان کی انګلیسی لوستی ده ماشالله.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close