شعـــــرونه

د ولس د زړۀ درد پاچا ته!

سپين کوچی

ټوک،ټوک دی او پۀ زړۀ پرهار،پرهار دی پاچا
د ولس زګېروی مې ستوني کې ایسار دی پاچا
ساده ولس مې ساده دی،که هوښیار دی پاچا
خو ستا د کړو ژمنو انتظار دی پاچا

څو کالو کې دې کړی کوم نر کار دی پاچا
چې ولس دې بیا پۀ ښوو کړی انکار دی پاچا
ولس هېر دی د ارګ میشتو دا روزګار دی پاچا
د دندو او چوکیو کاروبار دی پاچا

منمه خوند دې وانخیست له ناز د پاچاهۍ
پۀ نیمه پاچاهۍ دې ؤ اغاز د پاچاهۍ
پخوا نه هم بلد نۀ وې پۀ راز د پاچاهۍ
نو ځکه دې پیکه ؤ لږ انداز د پاچاهۍ

هو څو تنه میرمنې ، څو سړي دلته ماړۀ شول
چې خپل وي د لومړۍ میرمن بي بي د لته ماړۀ شول
خپل ولس مې نور له ولږې مري،پردي دلته ماړۀ شول
هو څو تنه د خان لالا بچي دلته ماړۀ شول

ولس ایښی سر د غم پر زنګانۀ دی پاچا
د ولس زړګی له غم اوبۀ،اوبۀ دی پاچا
خفه درنه د ډېرو خلکو زړۀ دی پاچا
اوس تاته معلومات هم څۀ نا څۀ دی پاچا

پرون پورې چې نۀ لېدو چا لمر د دې وطن
هغوی به ټکور څنګه کړي پرهر د دې وطن
چې پوی نۀ وي پۀ خیر او پۀ ضرر د دې وطڼ
د ځان پۀ ګټه غواړي چې هر شر د دې وطن

د چا چې دلته ژوند او دلته کور وي پاچا
د چا چې دلته لور،زوی،پلار او مور وي پاچا
د چا چې دلته مینه،خور او ورور وي پاچا
د چا چې دلته زړۀ کې د ژوند شور وي پاچا

هغه څنګه خپل کلي کې پردی شي او خفه شي؟
هغه څنګه بې څوکه شان پردی شي او خفه شي؟
پرون پورې ګلاب او نن ازغی شي او خفه شي؟
هغه څنګه د مور میرې بچی شي او خفه شي؟

مصروف دې ساتي هسې کوم وزګار درپسې دی
سم کار ته دې پریږدي نۀ، څوک ورانکار درپسې دی
هر پل دې څاري څوک د ژوند پر لار درپسې دی
دا څوک دی په تا ډېر کوي ټینګار درپسې دی

وخت کم دی او تۀ سوچ کې یې، ډېر کار درپسې دی
اخیستی ورکې وېرې یې، ورک ډار درپسې دی
له تا چې لاره ورکه ده غبار درپسې دی
د خوار ولس د ستړي ژوند ازار در پسې دی

مغرور دې پۀ چوکۍ نۀ شې،وسواس دی پاچا
زموږ له اسمانونو نه هم ، پاس دی پاچا
قرآن زموږ د ژوند مهم اساس دی پاچا
مظلوم سره د رب د مدد لاس دی پاچا

لږ سوچ وکړه چې ولې هر سړی دلته خفه دی؟
کۀ زوړ دی او کۀ ځوان دی،کۀ زلمی دلته خفه دی
پۀ ښار کې هم د هر سړي زړګی دلته خفه دی
پۀ غرو،دښتو،رغونو کې کوچی دلته خفه دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

دا به اوس رښتیا د سپين کوچي شعر وي او که به يې چا نوم استعمال کړی وي؟ ماته خو یې مالګه یو څه بدله غوندې ښکاري‌.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close