نړۍ

پاکستان وایی د کراچي برید تر شا د هند لاس دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ یو شمیر وسلوالو د کراچي ښار پر تجارتي مرکز سټاک اکسچینج برید وکړ چې له امله یې د بریدګرو په شمول نهه تنه ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.

دغه برید چې د بلوچستان ازادۍ پوځ یې مسؤولیت پر غاړه واخیست، پاکستان یې تازه پر هندوستان تور پوري کړی دی خو هند دغه تور رد کړی دی.

دغه برید چې څلورو بریدګرو په ډله ییز ډول تر سره کړی وو، هدف ته تر رسیدو مخکې خنثی شو او په ترڅ کې يې د بریدګرو په شمول یو پولیس او څلور د تجارتي مرکز ودانۍ ساتونکي ووژل شول او ۳ ملکیان ټپيان شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پارلمان ته د وینا پر مهال د پيښې په اړه ویلي هیڅ شک نشته چې ددغه برید تر شا د هندوستان لاس دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې پر هندوستان تور لګېدلی چې ددغه برید تر شا لاس لري او دا یې په پاکستان کې دننه د هندوستان تروریستي هڅه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د هندوستان تروریستي کړنو ته دې پام واړوي چې د ګاونډیو هیوادونو د امنیت د تخریب هڅه کوي.

فاروقي زیاته کړې، دوی نړیوالې ټولنې ته په پاکستان کې دننه د هندوستان د تروریستي کړنو ثبتونه هم وړاندي کړي دي.

بلخوا د هندوستان حکومت د کراچي په برید کې د مسؤولیت لرلو څخه انکار کړی دی.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراج ویلي: پاکستان نشي کولای چې خپل د کورنیو مشکلاتو تور پر هندوستان پوري کړي. او زیاته کړې يې ده، چې هندوستان د پاکستان خلاف هر ځای د تروریستي بریدونو غندنه کوي هغه که په کراچي کي هم وي.

د تیرې ورځې برید څلورو ځوانانو تر سره کړی وو چې بمونه او وسلې ورسره وي، مسؤولیت یې د بلوچستان لیبریشن آرمي اخیستی چې د پاکستان څخه د بلوچستان د ازادي غوښتونکي دي. پاکستان تور پوري کوي چې هندوستان ددغې ډلې هر اړخیز ملاتړ کوي.

د کتونکو په باور بریدګرو غوښتل چې د پاکستان د مهم تجارتي ښار کراچي تر ټولو مهم تجارتي مرکز سټاک اکسچینج په نښه کړي، تر څو له یوه اړخه پاکستان ته اقتصادي ضربه ورسوي او له بله اړخه هلته دننه خلک برمته کړي، په پاکستاني حکومت خپلې غوښتنې ومني او همداسي د نړیوالو توجه خپلو غوښتنو ته را واړوي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ددې تر مخه په کال ۲۰۱۸ په کراچي ښار کې د چین پر کونسلګرۍ هم د برید مسؤولیت اخیستی وو، په هغه برید کې هم ۷ تنه وژل شوي وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

انترپول هم د ملګری ملتو ، حقوق بشر او داسی نورو مدنی ټولنو په شان یوه امریکایی استخدام شوی ټولنه ده ، یعنی د نظم نوین جهانی له خوا استخدام او تمویلیږی ( هر که نان داد فرمان داد )

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close