نړۍ

انټرپول د ټرمپ د نیولو لپاره د ایران غوښتنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د نړیوال پولیس انټرپول ادارې د ایران هغه غوښتنه رد کړې چې د امریکا د ولسمشر او ۳۵ نورو امریکايي چارواکو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.

ایران شپږ میاشتې تر مخه د امریکا په ډرون برید کې د قاسم سلیماني د وژل کېدو پر خلاف د ټرمپ په شمول د ۳۵ امریکايي چارواکو د نیولو او محاکمې ته را کشولو غوښتنه کړې وه، او د نړیوال پولیسو ادارې څخه یې رسمي غوښتنه کړې وه چې دغه کسان دي ونیسي او ایران ته دي يې وسپاري.

د ایران لوی څارنوال د جنوري میاشتې پر ۳مې نیټې وویل چې دوی د قاسم سلیماني پر وژنې ټرمپ او تر ۳۰ زیات امریکايي چارواکي مجرمین بولي او د محکمې ته د هغوی د را جلبولو امر ورکوي.
نوموړي د ټرمپ نه علاوه د نورو چارواکو نومونه نه وه اخیستې.

د سي ان ان د راپور سره سم د انټرول د رسنیزې څانګې مسؤول ویلي، انټرپول د خپل قانون لمخې په هیڅ سیاسي، نظامي، دیني او نژادي شخړو کې مداخله نه کوي.

نوموړي ویلي، د هر هیواد څخه چې داسي غوښتنې ورشي چې هغه د انټرول د داخلي قوانینو خلاف وي، دوی یې ردوي.

بلخوا په انټرپول کې د امریکا استازي د ایران غوښتنه د خندا وړ بللې او دا یې د قوانینو خلاف د ایران یوه احمقه سیاسي هڅه بللې ده.
نوموړي ویلي چې انټرپول کله هم په سیاسي شخړو کې مداخله نه کوي.

انټرپول یا نړیوال پولیسو اداره په کال ۱۹۱۴ کې را منځته شوې ده، چې د نړۍ ۱۹۴ هیوادونه یې غړیتوب لري او مرکزي دفتر یې د فرانسې په لیون ښار کې دی.
دغه اداره د نړیوالو مجرمینو اړوند معلوماتو تبادله، د هغوی نیول، د قاچاق او نورو جرمونو مخنیوی هڅه کوي.

د کتونکو په باور که څه هم انټرپول یوه غیر سیاسي نړیواله پولیسي اداره ده خو په اوس وخت کې د غربي هیوادونو د لاس آله ګرځېدلې، په واسطه یې کولای شي چې هر څوک مجرم وګڼي او په تور لست کې يې داخلي کړي. په ځانګړي ډول کله چې د یوه مسلمان پر خلاف وی، بیا هلته هیڅ قوانین نه مراعتیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close