
په لوګر کې او هلمند کې حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي
نن ټکی آسیا: د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ملي اردو لس عسکر وژل شوي.
د خبرپاڼې له مخې د ملي اردو ځواکونو په بدخشان، کندهار، لوګر ، هلمند ،هرات او خوست ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې هغوی ته د تلفاتو اړولو ترڅنګ لس عسکر له لاسه ورکړي.
بل پلو، باختر اطلاعاتي اژانس د لوګر د سیمه یېزو امنیتي چارواکو له خولې خبر ورکوي، چې نن سهار د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ خونړۍ نښته را منځته شوې.
د لوګر د امنیه قوماندان عبدالحکیم اسحاقزی ویلي، چې د دې نښتې په پایله کې د ملي اردو یو عسکر او اوه پولیس وژل شوي دي.
طالبانو حکومتي لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی.
همدارنګه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوی دوو تنو نفوذي کسانو نن سهار وختې د پولیسو په یوه پوسته کې لاس په لاس جګړه کړې.
د ښاغلي احمدي په وینا ، په دې جګړه کې د پوستې د قوماندان «کوکي» په ګډون ۵ پولیس ځای پر ځای وژل شوي.
ویل کېږي، چې د طالبانو یاد نفوذي بریدګر له نښتې وروسته له یوه شمېر مهماتو سره روغ رمټ خپلو مرکزونو ته ستانه شوي.
د طالبانو ویاند وايي، چې په د دوی دغه ملګري له نیول شوي موټرسایکل،یوه ثقیل او کلاشنکوف سره تر دوی پورې ځانونه رسولي دي.
الحمدالله دم په قدم فتحي دي ډير خوند کوی چي داسلامی امارت مجاهدین له دشمنانو ګڼي سیمی لاندي کوي