افغانستان

یوناما: سنګین کې پر مېله ځای برید دولتي عسکرو کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ سهار مهال سنګین کې په یوه دودیزه میله باندې توپونه وویشتل شول او تر شلو زیات ملکي وګړي یې ووژل؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» اعتراف کړی، چې یاد توغندیز برید د دولتي عسکرو له لوري شوی و.

یوناما په دې اړه پر ټویټر لیکلي «لومړۍ موندنې ښيي، چې د عسکرو له لوري توغول شوي هاوان درنه ولسي مرګ ژوبله رامنځته کړې وه، ځیني سرچینې وایي، چې یاد هاوان د هغه توغندي په غبرګون کې توغول شوی و، چې د طالبانو له لوري فیر او له هدفه لیري لګېدلی و.»

یوناما زیاته کړې، چې د یاد توغندیز برید له امله د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاد بنسټ د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې په ګڼ مېشتو سیمو کې له جګړې ډډه وکړي، او پر حکومت يې غږ کړی، چې د دوشنبې د ورځې د پېښې د څېړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وټاکي « ملګري ملتونه پر افغان حکومت غږ کوي، چې د سنګین د پېښې د څېړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وګماري، یوناما چمتو ده په دې برخه کې له ټولو لورو سره همکاري وکړي.»

یاده دې وي، چې د دوشنبې د ورځې په سهار پر هغه مېله ځای باندې توغندیز برید وشو، چې سلګونه ولسي وګړې او څاروي پکې راټول شوي و.

د لومړنیو راپورونو له مخې په پېښه کې د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون تر ۲۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

حکومت که څه هم د پېښې له مسئولیته تېښته وکړه، خو عیني شاهدانو وویل، چې توغندي د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد برید د «مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله او له ټوله داخلي او بهرنیو یې وغوښتل، چې د پېښې ځای ته ولاړ شي او د واقعیت معلومولو په موخه دقیق راپورونه چمتو کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

What a shame on you LAANATI Ghani and you LAANATI TOLO NEWS

They were swearing yesterday that the Talib Mujahedeen were behind this crime

On the other hand, yesterday the innocent people of Helmand were also screaming badly that the spy government of Ghani Laanati was behind this crime

Today it got proved, but I am not sure that how do you LAANATI TOLO News and Ghani face the innocent people of Afghanistan

Keep counting your days

Adam Khan

Thank you so much nunn.asia for the great job

You are making a history in journalism for exposing the dirty faces of these LAANATI MEDIAS such as TOLO News

مجاهد

نوناما د ملګرو ملتو یوه ځانګه چه د امریکا له خوا استخدام شوی او د امریکا له خوا استخدامیږی ، د امریکا د موخو د سرته رسولو د پاره هلی ځلی لری هغه وایی او هغه کوی چه ورته ویل کیږی . کله کله د غلامی اداری په ضد هم څه وایهی تر څو غلامی یی پټه پاتی شی دا همم د امریکا په خوښه او اجازه سره وایی ، که نه دوی ته له اوله دا ن معلومه وه ولی یی نه ویل ؟ د غلامی اداری هره کړنه او هره وینا د ( یوناما په شان ) د… نور لوستل »

طوطی

یاره خو ماته هم همداسی ښکاری چی دا برید به د بی کفایته حکومتی کسانو لخوا شوی وی په ډیر احتمال سره. الله د دوی خوار کړی. هماغه خبره ده چی اوبو وړی هری خواته لاسونه اچوی. الله دی پر مونږه خلکو رحم وکړی او نور دی دا جنګونه له ټولو جنګیالیو سره دواړو خواوته ختم کړی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close