افغانستان

طالبانو په میدان وردګو کې سلګونو کورنیو ته مرستې ویشلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د میدان وردګو ولایت په جلګې ولسوالۍ کې یې په سلګونو اړمنو او ناداره کورنیو د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، د خوراک د نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي اوړه د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون لخوا په جلګې ولسوالۍ کې ۱۰۳۵ اړمنو کورنیو ته ویشل شوي شوي دي.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د خوراک نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي اوړه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د طالبانو په توسط اړمنو خلکو ته ویشل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close