افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد له غني او عبدالله سره د ویډيويي کنفرانس له لارې د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» د ویډيويي کنفرانس له لارې د افغان سولې او اړوندو مسایلو په اړه د کابل حکومت له دواړو شریکانو «عبدالله عبدالله» او «اشرف غنې» سره خبرې کړې.

د عبدالله عبدالله له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ويډيويي کنفرانس کې د جګړې د تاوتریخوالي په کمولو، د پاتې بندیانو د خلاصون د پروسې په بشپړولو، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو او ورڅخه د سیمې په ملاتړ او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ټولو لورو بین الافغاني مذکراتو ته د زمینې برابرېدلو په موخه د جګړې د شدت په کموالي ټینګار وکړ او خلیلزاد وویل، چې د افغانستان سوله د سیمې د امنیت او ثبات په معنی ده او امریکا په دې برخه کې پانګونه کوي.

خلیلزاد داسې مهال له غني او عبدالله سره ویني، چې سیمې ته یې نوی سفر پیل کړی او یو اقتصادي پلاوی یې ملتیا کوي.

تمه ده نوموړی له قطر،  پاکستان او ازبکستان لیدنه وکړي او د افغان سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د  بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» هم د طالبانو دقطر دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او طالب استازو سره د ویډيو له لارې خبرې کړې او افغان سولې پروسې په اړه یې ورسره غږېدلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

خلیلزاد د امریکا د نظم نوین جهانی یو ډیر رزمیدلی او الحادی روزل شوی غلام او اجیر مګر ډیر مکار او شیطان مامور دی په ځانګړی ډول د افغانستان په مسایلو کی . د همدی امله یی یوه یهودی ( برنارد ) یی ورله د ژوند ( د سکس ) ملګری کړی . د نظم نوین جهانی ( نړیوال استعمار ) یو نوی فارمول د لوړپوړو غلامانو د پاره همدا چه لمړی تری مفعول جوړوی ویدیو یی ورته ښکاره کوی اخطار ورکوی چه د سرغړونی په صورت کی به دا علنی کوو او دوهم فارمول یی دا چه عیسوی یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close