روغتیا

چین کې نوی ویروس کشف شوی چې نړۍ ته د خپریدو خطر لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): یوې چینایي څيړنې چې د سه شنبې په ورځ په یوه امریکایي ساینسي ژورنال کې خپره شوې په ګوته کوي، په چین کې داسې ویروس کشف شوی چې له څارویو انسانانو ته د انتقالېدو توان لري او سرچینه یې خوګان دي. په چینایي فارمونو او د هغې څارونکي کارګرو په وینه کې موندل شوی، چې د نوې وبا رامنځته کېدو ویره یې له نږدې څارل کیږي.

په امریکایي ژورنال کې خپره شوې څیړنې څرګنده کړې، د چین د څارویو په فارمونو کې په خوګانو کې د انفلونزا یو نوی ویروس (خوګانو انفلونزا) کشف شوی، چې په انسانانو کې یې د خپریدو ویره له نږدې څارل کیږي، کوم چې ممکن د نوې وبا لامل شي.

څیړنه زیاتوي، د چینایي څيړونکو یوې ډلې د هغه انفلونزا ویروسونو چې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸م کالونو پورې په خوګانو کې کشف شوي وو وڅيړل او د «جي ۴» ویروس څارنه یې وکړه کوم چې د «H1N1» له سلسلې څخه دی، او په دې کې ټولې هغه ځانګړتیاوې شتون لري چې د انسان سره تطبیقیږي او ډیر خپریدونکی دی.

یاد ویروس په ۲۰۰۹م کال کې په پراخه کچه په نړۍ کې خپور شوی و چې ۲۸۵زره کسان یې وژلي وو.

دغه ویروس له خوګانو انسانانو ته لیږدیږي

څيړونکو د ملي علومو اکاډمۍ په پروسه کې وویل، د ویروس لوړه کچه د خوګانو فارمونو د کارګرانو په وینه کې کشف شوې، او زیاته یې کړه چې د انسان د هغه ټولي چې د خوګانو نسل پالنې برخه کې کار کوي نږدې او سمدستي څارنه به وکړي.

په دې لړ کې څیړونکو د مونګوز تجربې سربېره بېلا بېلې نورې تجربې ترسره کړې کوم چې د انفلونزا په څیړنه کې کارول کیږي، ځکه چې دا انسانانو ته ورته نښې ښيي، په ځانګړي ډول تبه، ټوخی او پرنجی. دا یادونه شوې چې «جي ۴» خورا ډیر ساري دی، په انساني حجرو برید کوي او د نورو ویروسونو په پرتله یې نښې زیاتې خطرناکې دي.

ازموینو دا هم په ډاګه کړې، هر ډول انساني معافیت چې د موسمي انفلونزا سره تماس له لارې ترلاسه شوی وي، د G4 پر وړاندې محافظت نه کوي. دا هم په ګوته شوې چې دغه ویروس له څارویو انسانانو ته لیږدیږي، خو تر دې دمه داسې شواهد شتون نه لري چې دا له یوه شخص څخه بل ته انتقالیږي کوم چې د پوهانو اصلي اندیښنه ده.

څیړونکو د یادې څيړنې په ترڅ کې د هغه کارګرانو چې د خوګانو په فارمونو کې کار کوي ۳۳۸ سیمپلونه او په هغه ځای کې له اوسېدونکو کسانو ۲۳۰ سیمپلونه معاینه کړي دي، څیړنه ښيي چې ۱۰.۴ سلنه له کارګرانو او ۴.۴ سلنه د هغه ځای اوسېدونکو معاینات مثبت ختلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ژو لیجیان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې چین ددغه ویروس پراختیا په کلکه څاري او ددې د خپریدو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات په کار اچوي.

په چین کې نوی ویروس په داسې حال کې رامنځته کیږي چې کرونا وبا په شپږو میاشتو کې له لس ملیونو زیات کسان نیولي او له نیم ملیونو زیات یې مړه کړي دي. دغه ویروس د چین ووهان ښار څخه ټولې نړۍ ته خپور شو چې د حیواناتو څخه سرچینه اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close